د افغانستان کانونه؛ د چین له لېوالتیا سره امریکا څه کوي؟

له جګړه ځپلي افغانستان د امریکا له وتلو نږدې دوه کاله وروسته چینایي شرکتونه په دغه هېواد کې د طبیعي زیرمو په لټه د میلیاردونو ډالرو تړون ته نږدې شوي دي.

مهم معدنونه باید له هغو سیمو تر لاسه شي چې د معدن درجه لوړه او پر چاپېریال یې اغېز کم وي او له اقتصادي پلوه یې مصارف کم او ګټه یې ډېره وي) د معدنونو استخراج موثر وي.

په دې سبب ښايي متحده ایالات له طالبانو سره د تعامل لپاره دا یو فرصت وګڼي، لکه څنګه یې چې په ۱۹۹۰ ز کلونو کې پر دې ډله له بندیزونو سره سره یې د تیلو او ګازو د پراختیا لرلید لپاره ور سره د اړیکو او تعامل یوه کړکۍ پرانیستې وه.

ځکه اوس ورځ تر بلې یو متحد نظر وده کوي چې کم کاربنه ټیکنالوجۍ ته د "زرغون لېږد" یا "پاکې انرژۍ لېږد" لپاره زرغون کاني مواد په کار دي.

لیتیم په دوراني جدول کې د تر ټولو سپک فلز په توګه ځینې داسې ځانګړتیاوې لري چې د زرغون لېږد اړتیا وړ بېټریو لپاره خورا مناسب فلز بلل کېږي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا؛ یوه چینایي شرکت په دې وروستیو کې د افغانستان په جنوب کې د لیتیم کانونو کې د لس میلیارد ډالرو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. یو بل چینایي شرکت ته په شمال کې د تیلو او ګازو د اکتشاف جواز هم ورکړل شوی دی.

طالبانو ادعا کړې چې د لیتیمو تړون به په هیواد کې تر یو لک شل زرو پورې مستقیمې او ګڼې نورې غیرې مستقیمې دندې رامنځته کړي، دا په داسې حال کې ده چې دوی له سخت بشري بحران او دوامدارو نړیوالو بندیزونو سره مخ دي.

د تړون د یوه اړخ په توګه چینایي شرکت هم ژمنه کړې چې په افغانستان کې به پر نویو زیربنایي پروژو پانګونه وکړي.

چین څوارلس کاله د مخه له افغانستان سره د لوګر ولایت د مس عینک کان قرارداد لاسلیک کړی دی، چې د نړۍ په کچ د مسو یوه ستره زېرمه ده. 

د چین دولتي میتالرجیکل ګروپ په ۲۰۰۷ ز کال کې د افغانستان له حکومت سره د دې کان د اېستلو تړون لاسلیک کړ. مګر دا پروژه د کلونو امنیتي ستونزو، لوژیستیکي ننګونو او د قرارداد د بیا کتنې له امله تر اوسه نه ده پیل شوې. 

همدارنګه د چین او پاکستان تر منځ یو ازمایشي/لنډ مهاله موافقه هم موجوده ده چې موخه یې د چین – پاکستان د اقتصادي دهلېز پراختیا او تر افغانستان غځول دي. د روان کال د جولای په اوومه نېټه، د چين - افغان کانونو د پروسس او سوداګرۍ شرکت په راتلونکو څو مياشتو کې د برېښنا د توليد، د سمنټو د فابريکې د جوړولو او د عامې روغتيا په شمول په بېلابېلو برخو کې د ۳۵۰ مليونو ډالرو پانګونې اعلان وکړ.

افغانستان له ډېر پخوا د غني معدنونو په درلودلو مشهور دی. د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د اټکل له مخې ښايي افغانستان ۶۰ میلیون ټنه مس، ۲.۲ ملیارد ټنه اوسپنه، ۱.۴ میلیون ټنه نادر ځمکني عناصر لکه: لینتانیم، سیریم، نیوډیمیم، المونیم، سره زر، سپین زر، زینک او لیتیم لري.

د لیتیمو وړاندیز شوی تړون به طالبانو ته په افغانستان کې د پانګونې له یو څو لویو فرصتونو د ګټې پورته کولو اجازه ورکړي او هم به د هیواد د اقتصادي ثبات د لوړولو لپاره د اړتیا وړ عاید راټول کړي.

د لیتیمو وړاندیز شوی تړون به طالبانو ته اجازه ور کړي چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره په یو څو لویو فرصتونو کې له یوه ګټه پورته او د هېوادني اقتصاد د دوامدارې پیاوړتیا لپاره ډېر اړتیا وړ عواید راټول کړي.

دا به طالبانو ته د کانونو په نړیوال سکټور کې یو څه نړۍوال مشروعیت ورکړي او هم به د نادره معدنونو سرچینې تر لاسه کړي.

د رسمیت پېژندنې لپاره د طالبانو ناامیدي: 

طالبانو د ۲۰۲۱ په اګسټ کې د واک ترلاسه کولو وروسته؛ په عامه ژوند کې د ښځو د محدودولو لپاره سخت ګامونه پورته کړل. دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل، پوهنتونونو ته یې د ښځو په ورتګ بندیز ولګاوه، ښځې او نجونې یې له کوره بېرون له کار منع کړې.

د نړۍ کوم حکومت طالبان لا تر اوسه په په رسمیت نه دي پېژندلي خو بېلابېلو هېوادونو سره یې خپل لومړني ډیپلوماټیک اړیکي جوړ کړي دي. د طالبانو د واک ته له رسېدو وروسته د هېواد بانکي سیستم هم له نورې نړۍ سره پرې شوی چې دغې چارې ټولو افغانانو ته اقتصادي ستونزې را ولاړې کړې دي.

طالبانو د روان کال د می په لومړیو کې په قطر کې د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان په تړاو په جوړ شوي نړۍوال کنفرانس کې د په رسميت پېژندلو یو فرصت ولید؛ خو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د مېرمنو پایمال شوي حقونه د په رسمیت پېژندلو د پروسې اساسي خنډ وباله. 

د چین د پانګونې نوې معامله په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د تامین لپاره د یوې معاملې په توګه کارول کېدی شي. چین لا د مخه په بریالیتوب سره دې ته ورته یو څه ترسره کړي او غوښتنه یې کړې وه چې د مس عینک په شاوخوا کې د بودا تاریخي مجسمو ساتنه دې د کان کیندنې د قرارداد د شرط په توګه وساتل شي.

واشنګټن باید په افغانستان کې د چین د پانګونې ملاتړ وکړي یا هم لږ تر لږه مخالفت او خنډونه جوړ نه کړي. د چینايي پانګوالو په اړه اندېښنې چې ګواکې دوی دې پانګونې سره د طالبانو رژیم پیاوړی کوي رښتونې دي او له شک پرته په افغانستان کې د دوی ټول تعاملات د څېړنې وړ دي؛ مګر د هغو ټولنو په داسې حالت کې واقع کول چې په شدید ډول پانګونې ته اړتیا لري بشري امنیت له خطر سره مخ کوي. اړینه ده چې د دا ډول پانګونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بندیزونو د معافیت یوه درسته لار په پام کې ونیول شي. 

د امريکا متحده ايالات د اقليمي بدلون په برخه کې له چين سره د همکارۍ په اړه یوه څرګنده تګلاره لري. د افغان لیتیم دا پانګونه به د نړۍ د یوه تر ټولو بې وزله هېواد پرمختګ او د اقلمي بدلون لپاره مهم فلزات زیرمه کړي. دا چاره به د ډیپلوماتیک عرف له پېژندلو پرته د متحده ایالاتو ښه نیت په ډاګه کړي، لکه څه ډول چې له ایران څخه ترکیې ته د تیلو او ګازو په وارداتو بندیزونه معاف شوي دي. 

د نړۍ د زرغونې انرژۍ د لېږد لپاره متحده ایالات او د هغوی متحدین باید دا ومني چې اوس د دې وخت دی چې د اقتصادي جیولوجی پر بنسټ د کانونو عرضه په پام کې ونیسي؛ نه یوازې د جیو پولیټیک. د معدنی زېرمو موقعیت د جیولوجي پر بنسټ ولاړ دی، نه د وخت د سیاست پر بنسټ. په افغانستان کې د لیتیم زیرمې د دې معادلې یوازینۍ برخه ده.

یقیناً متحده ایالات او متحدین به یې دومره ژر په دې ونه توانیږي چې له افغانستان لیتیم یا نور مهم مواد راوباسي. په داسې حال کې چې د زرغونې ټیکنالوژۍ توکي کولی شي چې ډېرې متفاوتې سرچینې ولري. لویدیځې دفاعي ادارې کولی شي د امنیت ساتلو لپاره د "ملګرتیا" (شاید د G7 او اړوندو متحد هیوادونه) مفکورې ته غاړه کیږدي. دا چاره د حیاتي معدني موادو د ادارې او دولتي ادارو له خوا ښه تنظیمېدی شي. په ورته وخت کې دا ډول فعالیتونه باید د هغو ځایونو د معدني زېرمو د استخراج مخه ونه نیسي چې معدني زېرمې یې زیاتې، پر چاپېریال یې اغېز کم مګر د بشري ټولنې د پراختیا او بقا‌ء تاثیرات یې زیات وي. د معدنونو د اکمالاتو د امنیت په اړه د نړیوال تړون د پراختیا لپاره ځانګړي وړاندیزونه شته، همدا راز ګڼ سازمانونه چې له ډلې یې (REA) رینیویبل انرژي ایجنسي هم موجوده ده.

ايا طالبان اصلاحاتو ته هڅول کېدی شي؟

طالبان د پانګونې او له یوې ترهګرې ډلې یو نړۍوال پېژندل شوي حکومت ته د لېږد لپاره یو ځانګړی فرصت لري. اړتیا ده چې د نړۍ ځواکمن مسلمان هېوادونه؛ لکه سعودي عربستان او قطر طالبانو ته ځینې روښانه او ځانګړي پیغامونه ولري او له اسلام څخه د ښځو په اړه د طالبانو تعبیر رد کړي. 

متحده ایالات او لویدیځ د هغو هېوادونو سره د پراخو سوداګریزو اړیکو ځانګړی تاریخ او تجربه لري چې له ټولې نړۍ سره په تضاد کې قوانین لري. اقتصادي تعاملات د راتلونکي بدلون لپاره هڅونکي ثابتېدلی شي. لکه څنګه چې مو د اقتصادي تنوع لپاره په سعودي عربستان کې د ښځو پر وړاندې د سختو قوانینو تغیر ولید. 

کېدای شي چې د یوه سنجیده میکانیزم په موجودیت کې د اړیکو یو تدریجي دوام رامنځته شي. دا باید په یاد وساتو چې طالبانو د خپلې پخوانۍ واکمنۍ پر مهال په ۱۹۹۸ کال کې هیوسټن ته د یو هیئت د لېږلو لپاره له UNOCAL سره د تېلو د تړون په اړه خبرې کړې وې.

سره له دې چې طالبانو له سپورت او لوبو سره مخالفت ښودلی خو په دې وروستیو کې یې په قطر کې د نړیوال جام لپاره په ساختماني چارو کې کار کړی دی.

که څه هم د افغانستان په ځینو سیمو کې د داعش له خوا وسله وال مقاومت روان دی خو د کانونو ټولې زېرمې (د قیمتي ډبرو په استثناء) د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.

که څه هم زرغون لېږد یوه ځمکنۍ ننګونه ده او د نړۍ ټول هېوادونه د دوی د سیاسي هڅونو یا کلتوري ارزښتونو په پام کې له نیولو پرته اړتیا لري چې د خپلو مادي اړتیاو څخه د ګټې اخیستنې لپاره تر ټولو موثره ایکولوژیکه او اقتصادي لاره ومومي. حتا له طالبانو سره د دې مسالې په اړه په خبرو کې د اسلامي اخلاقو اړتیا او د وړاندې کولو پوتنشیل هم شته.

خصوصي سکتور د منځګړي په توګه:

لکه څنګه چې په لیتیم کې د چین علاقې خبر په ټوله نړۍ کې خپور او د دلچسپۍ وړ وګرځېد، د میشیګن نیوز سیمه ییزو خبریالانو د ځینو سرچینو پر بنسټ وموندله؛ هغه شرکت چې پر لیتیمو له پانګونې سره علاقه لري په حقیقت کې د Gotion Inc په نوم یو شرکت دی. دا هماغه شرکت دی چې د میشیګن قانون جوړوونکو ته د دوی د وړاندیز شوي ۲.۳۶ ملیارد ډالرو بریښنایی موټرو بیټرۍ په فابریکه به د روان کال په جولایی کې کار پیلوي. 

د میشیګن سنا کمېټې په دې وروستیو کې د یادې فابریکې د ملاتړ لپاره د ۱۷۵ میلیون ډالرو د دولتي مرستې هڅونه تصویب کړې. دا شرکت خپل خام مواد له افغانستان برابرولی شي.

د بیټریو د سهولیاتو مدافعین بیا ادعا کوي چې دا د لویې کچې پانګونې لپاره "په یوه پیړۍ کې یو ځل فرصت" دی. اټکل کیږي چې ۲.۳۵۰ دندې به رامنځته کړي. دا لومړۍ قضیه نه ده چې په چین پورې تړلي شرکتونه د کورنيو سیاستوالو لخوا تحقیق یا ردیږي. د ویرجینیا والي ګلین ینګکین د چین د اندېښنو له امله د فورډ موټرو شرکت او امپریکس ټیکنالوژۍ یوه معامله بنده کړه. د سوداګرۍ لپاره اقتصادي اړتیاوې او د معدنونو د عرضه کولو لپاره د مختلفو ځایونو د پرتله کولو ګټې به بازار وهڅوي.

لکه څنګه چې په ښکاره ډول د امریکا خصوصي سکتور ړواندیز کوي په همدې تایید چین په دې برخه کې یو مؤثره مرکې کوونکی کیدی شي. 

د اقتصادي او ایکولوژیک موثریت په مسلو کې لاسوهنه به د زرغون لېږد سرعت او ماهیت کمزوری کړي. 

چين او لويديځ له نورو ټولو توپیرونو سره – سره د اقلیمي بدلون د کمولو په ستراتېژۍ کې له یو بل سره د همکارۍ موافقه کړې ده.

موږ همدارنګه د جیولوجیکي ځانګړتیاوو په اړه په ډېرو تخنیکي توضیحاتو بحث کړی چې د افغانستان معدنونه به په ځانګړي ډول زرغون لېږد په زړه پوري کړي. دا هغه فرصت دی چې د یوه هېواد د راتلونکي په خوندي کولو کې ګټور ثابتیدی شي او هم د هغه هېواد د پراختیا لپاره د لویدیځ مسوولیت ګڼل کیږي. 

دا مطلب له فارن پالیسي ژباړل شوی دی.

لیکوال: سلیم اېچ علي او توماس هېل