طالبانو الله ګل مجاهد د قتل په تور پر ۱۸ کاله بند محکوم کړ

افغانستان انټرنشنل داسې اسناد ترلاسه کړي، چې ښيي په کابل کې د طالبانو یوې لومړنۍ محکمې د افغانستان د ولسي جرګې مخېکنۍ جنجالي څېره الله ګل مجاهد پر ۱۸ کاله او زوی یې پر یو کال بند محکوم کړي دي.
د کابل ښار په درېیمه حوزه کې د طالبانو لومړنۍ محکمې له خوا خپاره شوي اسناد څرګندوي، چې د دغې ډلې محکمې الله ګل مجاهد، زوی یې او څلور نور کسان په کابل کې د طالب د استخباراتو ریاست د یوه کارکوونکي قاري سعیدالله د «قصدي وژنې» په تور پر بند محکوم کړي دي.
د طالبانو د محکمې قاضي ویلي چې دا وژنه د افغانستان د ولسۍ جرګې د مخکېني غړي په امر ترسره شوې او په دې قضیه کې ښکېلو نورو کسانو هم ورسره همکاري کړې ده.
د محکمې په حکم کې د تورنو کسانو اعتراف ته اشاره شوې، خو څرګنده نه ده چې داعتراف د کومو شرایطو پر بنسټ اخیستل شوی دی.
پخوانی جهادي قومندان الله ګل مجاهد د افغانستان د جمهوري نظام د ولسي جرګې یوه جنجالي څېره بلل کېږي چې د ۱۴۰۲ کال د لړم میاشتې پرمهال په کابل کې د طالبانو له خوا په ډېر سپکاوي چلند سره ونیول شو او له خوشېکېدو څو ورځې وروسته له هېواده ووت.
مجاهد د طالبانو له شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون په بلنه بېرته هېواد ته راغی او هغه مهال د دغې ډلې یو شمېر غړو یې تود هرکلی وکړ، خو نوموړی له راستنېدو لنډه موده وروسته بېرته د طالبانو له خوا توقیف او بندي شو.
په کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د غويي میاشتې په ۲۲مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي و چې الله ګل مجاهد به د دغې ډلې د څېړنو تر بشپړېدو او د محکمې د پرېکړې تر صادرېدو پورې په توقیف کې وي.