زېلېنسکي: ښايي اوکراین د افغانستان په څېر له برخلیک سره مخ شي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي خبرداری ورکړی، چې ښايي هېواد یې د افغانستان په څېر له برخلیک سره مخ شي.
هغه د دوشنبې په ورځ (د فېبروري ۱۷مه) له یوې جرمني رسنۍ سره په مرکه کې زیاته کړې، چې که اوکراین د ناټو غړیتوب ترلاسه نه کړي، په دغه هېواد کې به د افغانستان وضعیت تکرار شي.
زېلېنسکي اېار ډي (ARD)ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د اوکراین له حضور پرته به د روسیې او امریکا تړونونه بېګټې وي.
د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران به د سېشنبه په ورځ په ریاض کې د اوکراین د سولې په تړاو خبرېاترې وکړي.
په دې مذاکراتو کې اوکراین حضور نه لري، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ ټینګار کړی چې اوکراین به د دې مذاکراتو یوه «واقعي» برخه وي.
د امریکا او روسیې ترمنځ دوهاړخیزې لیدنې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو یاد تازه کوي، چې د افغان حکومت له حضور پرته ترسره شوې وې.
د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان جمهوري نظام له دې مذاکراتو اېستل شوی و او متحدهایالاتو مخامخ له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیکولو ته لار هواره کړه.
د دغه تړون پر بنسټ، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مهالوېش وټاکل شو او متحدهایالاتو له طالبانو سره د اوربند تړون لاسلیک کړ.
طالبان ډاډمن وو، چې بهرني ځواکونه وځي، خو پر افغان ځواکونو یې بریدونو ته زور ورکړ او د افغانستان له جمهوري نظام سره یې له خبرو کولو ډډه وکړه.
ډېری څارونکي په دې باور دي، چې د دوحې تړون د افغانستان د جمهوري نظام د پرځېدو لامل و.
اوس، ولادیمیر زېلېنسکي لوېدیځ ته خبرداری ورکړی، چې د داسې ناسمو تېروتنو له تکرار څخه ډډه وکړي.
هغه په خپلې مرکه کې د ۲۰۲۱ کال پرمهال له افغانستانه د لوېدیځو ځواکونو چټک شاتګ ته اشاره کړې او له هر ډول هغو مذاکراتو سره چې له پیل وړاندې پهکې بنسټیزې غوښتنې له پامه غورځول کېږي، مخالفت ښودلی دی.