اسماعېل بقايي: په کابل کې د اوبو حق په تړاو زمونږ د سفیر څرګندونې ناسمې تعبیر شوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعېل بقايي ویلي، چې د ایران او طالبانو ترمنځ د اوبو حق مسئله تر اوسه نه ده حل شوې.

نوموړي د دوشنبې په ورځ ( سلواغې ۲۹مه) په کابل کې د ایران سفیر د څرګندونو د سمون ترڅنګ زیاته کړې، چې رسنیو د هغه له خبرو ناسم تعبیر اخیستی دی.

تر دې وړاندې په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وروستي سفر ته په اشارې ویلي و، د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو حق مسئله د دواړو هېوادونو ترمنځ په وروستیو خبرواترو کې حل شوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، چې دا څرګندونې ناسمې دي او په وینا یې، د سفیر موخه دا وه چې «موږ به د اوبو حق په مسئله کې هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړو.»

بقايي ویلي، چې ایران په منظم ډول د اوبو حق اړوند تخنیکي مسئلې څاري او ټینګار یې کړی، چې د هلمند سیند په تړاو د ایران او افغانستان ترمنځ یو ځانګړی تړون شته او دا د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یوه ثابته مسئله ده.

هغه همداراز زیاته کړې ده: «د هغې هوکړې پر بنسټ چې طالبانو سره مو لرله، هغوی د هلمند سیند د اوبو حق خوندي‌توب مسئله ان له خپلې شرعي او اخلاقي دندې ورهاخوا اعلان کړې ده.»

د یادونې ده، چې د هلمند له سیند څخه د ایران د اوبو حق مسئله په دې وروستیو کې د تهران او طالبانو ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا یوه برخه بلل کېږي.