بریټانیا د پخواني جمهوري نظام د ۲زره افغان کومانډویي سرتېرو د پناه غوښتنې رد کړې

د بریټانیا دفاع وزارت لومړی ځل دا منلې، چې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ د هغو ۲۰۰۰ افغان کومانډویي ځواکونو د بیا مېشېدو غوښتنې رد کړې، چې له دوی سره یې په افغانستان کې اوږه په اوږه د ترهګرۍ ضد جګړه کې برخه اخیستې وه.
دغو افغان کومانډویي ځواکونو د بریټانیې د SAS او SBS ځانګړو ځواکونو سره د همکارۍ رسمي اسناد هم لرل.
تر دې وړاندې د بریټانیا دفاع وزارت دغه ادعا رد کړې وه، چې د افغانستان د «درې ګونو قطعاتو» په نوم پېژندل شویو ځانګړو افغان ځواکونو د پناه غوښتنو د رد لپاره کومه مشخصه پالیسي شته؛ خو د بيبيسي څېړنې ښيي، چې د بریټانیا ځانګړو ځواکونو (UKSF) لهخوا د دغو افغان کومانډویانو د بیا مېشتېدو غوښتنو د ملاتړ هېڅ شواهد نه لري.
د افغانستان درې ګونې قطعات له بریټانویانو سره څنګ په څنګ
د «درې ګونو» په نوم پوځي قطعات چې په « CF 333 او ATF 444 » یې مهمې برخې وې، د بریټانیا ځانګړو ځواکونو تر څارنې او روزنې لاندې جوړ شوي وو.
دوی ته مالي ملاتړ هم چمتو کېدو او بریټانیا د SAS او SBS ځواکونو ترڅنګ یې مهم ماموریتونه ترسره کړي وو.
خو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، دغه کومانډویي ځواکونه د طالبانو د غچ اخیستنې له ګواښ سره مخ شول.
د بيبيسي د راپور له مخې، دوی د دې حق لاره چې بریټانیا ته د بیا مېشتېدو لپاره غوښتنې وکړي؛ خو د دوی غوښتنلیکونه رد شول.
د بيبيسي افشاګري او غبرګونونه
بيبيسي د «پانوراما» په نوم مستند پروګرام کې افشا کړه، چې د بریټانیا ځانګړو ځواکونو دا واک لاره چې د افغان کمانډویي ځواکونو د پناه غوښتنې وړاندیزونه رد کړي او د همدې پرېکړې له امله تر ګواښ لاندې دغو سرتېرو ورتګ بریټانیې ته ستونزمن شو.
دغه راپور د SAS ځینو پخوانیو غړو او هغو بریټانوي عسکرو قهر راوپاراوه، چې له افغان ځانګړو ځواکونو سره یې یو ځای خدمت کړی و.
په لومړي سر کې د بریټانیې دفاع وزارت دغه ادعا ناسمه وبلله؛ خو وروسته د دفاع وزیر اندرو موریسون اړ شو، چې په پارلمان کې اعتراف وکړي چې حکومت په دې اړه ناسم معلومات ورکړي وو.
حقوقي شکایتونه او ننګوونې
د بریټانیا دفاع وزارت اوس د حقوقي شکایتونو له کبله تر فشار لاندې دی.
دغه دوسیه د افغان ځانګړو ځواکونو یوه پخواني غړي لهخوا ثبت شوې، چې اوس په بریټانیا کې دی.
د دې دوسیې حقوقي وکیل دان کري وویل: «زموږ موکل د هغو افغان سرتېرو په اړه اندېښمن دی، چې لا هم په افغانستان کې پاتې دي. ځینې یې د اوږد انتظار پر مهال وژل شوي دي».
له بلې خوا مایک مارتین چې یو پخوانی بریټانوی پوځي افسر دی بيبيسي ته ویلي: «دا ډېره د اندېښنې وړ ده، چې د بریټانیا ځانګړو ځواکونو د افغان ځانګړو ځواکونو د پناه غوښتنې رد کړې دي. داسې ښکاري، چې دوی نه غواړي دا کسان د جنګي جنایتونو د تحقیقاتو شاهدان شي».
جاني مرسر چې یو بل پخوانی بریټانوي پوځي دی او په افغانستان کې یې د SBS ځواکونو سره یې کار کړی په دې تړاو ویلي: «موږ باید دا ومنو، چې د افغان ځانګړو ځواکونو غړي زموږ لپاره ډېر مهم وو. موږ د هغوی تر څنګ وجنګېدو؛ خو اوس هغوی احساس کوي، چې خیانت ورسره شوی دی».
د غوښتنو بیاکتنه او د ځنډ ستونزې
د بریټانیې دفاع وزارت د ۲۰۲۳ کال په پای کې اعلان وکړ، چې پر څه باندې ۲زره رد شویو غوښتنو به بیا کتنه وکړي.
حکومت ویلي و، چې دغه پروسه به ۱۲ اونۍ وخت ونیسي؛ خو یو کال تېر شو او لا هم دغه پروسه بشپړه شوې نه ده.
د راپورونو له مخې، ځینې کمانډو ځواکونه بریتانیا ته انتقال شوي؛ خو ډېری یې لا هم د طالبانو له ویرې په پټه ژوند کوي.
یو پخوانی افغان کمانډو افسر چې اوسمهال په افغانستان کې دی د نوم نه ښودو په شرط وویل: «موږ د بریټانوي ځواکونو تر څنګ لکه وروڼه جګړه وکړه؛ خو اوس یې موږ ته شاه کړې ده».
پایله
د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو لهخوا د افغان کمانډو د بیا مېشتېدو غوښتنو ردېدو د بشري حقونو مدافعین، سیاسي استازي او د بریټانیا پخواني پوځیان اندېښمن کړي دي.
که څه هم د بریټانیا دفاع وزارت اوس د دغې پریکړو بیاکتنه کوي؛ خو دا روښانه نه ده چې دا به د هغو افغان ځانګړو ځواکونو ژوند ته څومره مرسته وکړي، چې لا هم د طالبانو له ګواښ سره مخ دي.
له بهرنیو ځواکونو سره اوږه په اوږه له طالبانو سره جنګېدلي افغان سرتېري په هېواد کې له سختو روحي شکنجو او د طالبانو له مرګوني ګواښونو سره مخ دي.
ځیني یې ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان ته کډوال شوي، چې هلته هم له سختو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ دي.
نیوکې دا دي چې بهرنیو ځواکونو په خپل تګ سره د هېواد دننه خپل افغان ملاتړ او متحدین په ښکاره میدان طالبانو ته پرېښودل، چې ځیني یې ان ووژل شو او د طالبانو په زندانونو کې هم پخواني افغان سرتېري شته دی.