دوې معتبرې سرچینې: د طالبانو جګپوړی مشر سراج حقاني د داخلي اختلافاتو له امله لا هم بهر دی

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني له څه باندې یوې میاشتې راهیسې له افغانستان نه بهر دی، چې دا چاره د طالبانو رژیم د داخلي اختلافاتو په اړه اټکلونه زیاتوي. د طالبانو دوو معتبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې حقاني د ملاهبت الله له کړنو ناراضه دی.
په کابل کې د طالبانو دوه معتبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خپلسرو پرېکړو او یکه تازیو سره مخالف دی.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر پر ښځو او نجونو د ملاهبت الله له بندیزونو ناراضه دی او پر امنیتي ځواکونو، ځانګړو قطعاتو، وسلو او نورو تجهیزاتو د هغه ولکه او کندهار ته انتقال د نوموړي د قدرت د انحصارولو او د نورو د منزوي کولو هڅې ګڼي.
ملا هبت الله په دې وروستیو کې پر حقانیانو حلقه تنګه کړې او په یوه تازه اقدام کې یې د حقاني شبکې اړوند ۳۱۳ بدري قول اردو د انتقال پرېکړه کړې، چې تر اوسه ددواړو خواوو ترمنځ پرې ناندرۍ دي. هبت الله اخوندزاده ددې قطعې پخوانی مشر او د سراج الدین حقاني ورور عزیزالدین کندهار ته احضار کړی و او د یادې قطعې له مشرۍ لرې شوی.
هبت الله د نوموړي په غیاب کې د کندهار امنیه قوماندان چې د کورنیو چارو د وزیر له مسوولیتونو ګڼل کیږي، لرې کړی او پرځای یې د خپلې قطعې قوماندان ګومارلی دی.
حقاني په دوبۍ او برادر په دوحه کې
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې سراج الدین حقاني په متحده عرب اماراتو کې د خپلې کورنۍ له غړو سره اوسیږي.
حقاني دوبۍ ته په سفر کې ددغه هېواد له چارواکو سره هم ولیدل او وروسته سعودي عربستان ته د عمرې لپاره لاړه، خو سرچینې وايي، چې هغه د ۲۰۲۴ کال په جون کې له حج څخه راګرځېدلی و او په څو میاشتو کې بېرته عمرې ته تګ ډېر معمول نه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه ددې ډلې د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر غني هم ددرملنې په هدف قطر ته د یوې میاشتې په مخه په سفر تللی دی.
د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو د رپوټونو په جریان کې ددې دوو چارواکو بهر ته اوږده سفرونه او د یوه بل چارواکي عباس ستانکزي د نیولو امر ښيي، چې ددې ډلې ترمنځ اختلافات نور د پټېدو وړ نه دي.
د امنیت شورا د بندیزونو معافیت
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روان کال په لومړیو کې د طالبانو دریو جګپوړو چارواکو ته د سفر بندیز استثناوې ورکړې، چې دوی ته یې اجازه ورکوله سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته د مذهبي او دیپلوماتیکو موخو لپاره سفر وکړي.
د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پر۲۲مه، د امنیت شورا کمیټې د ۱۹۸۸ (۲۰۱۱) پرېکړه لیک له مخې، د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني لپاره د سفر بندیز استثنا تصویب کړه. د دې پرېکړې له مخې، حقاني ته اجازه ورکړل شوې چې د جنورۍ له ۲۳ څخه د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ تر درېیمې پورې سعودي عربستان ته د عمرې ادا کولو لپاره سفر وکړي، خو نن د فبروري ۱۷مه ده، چې نوموړی لا بېرته کابل ته نه دی راستون شوی.
سره له دې چې د طالبانو سرچینو څو ورځې مخکې اعلان وکړ، چې نوموړی بېرته راستون شوی، خو اوس د طالبانو سرچینې دا تاییدوي، چې نوموړی لاهم له هېواده بهر دی.
حقاني، چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر دی، د ملګرو ملتونو تر سفري بندیزونو، شتمنیو کنګلتیا او نورو بندیزونو لاندې دی.
تر دې وړاندې د ۲۰۲۵کال د جنورۍ پر۱۰مه د امنیت شورا اړوندې کمیټې د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر مولوي نور محمد ثاقب لپاره د سفر بندیز استثنا تصویب کړې، چې هغه وکولی شي د جنورۍ له ۱۳مې نه تر۱۶ مې پورې سعودي عربستان ته د حج مراسمو او یوه نندارتون کې د ګډون لپاره سفر وکړي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر چې د درملنې لپاره قطر ته تللی، د څه کم یوې میاشتې لپاره هلته پاتې کېږي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ملا برادر پر سفري بندیز د ۲۰۲۵ کال د فبروري له ۹مې څخه د مارچ تر ۳مې پورې معافیت تایید کړی دی.
تېره اونۍ، عبدالغني برادر په دوحه کې د قطر له لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل.
طالبانو تر اوسه د سراج الدین حقاني او ملا برادر د دوحې او متحده عرب اماراتو د سفرونو دلیل نه دی روښانه کړی خو ویل کیږي چې دغه دواړه چارواکي د ښځو پر حقونو او د نجونو پر زده کړو د بندیزونو او د شخصي پالیسیو د تحمیل له امله د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخوندزاده سره مخالفت لري.
له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي د تېښتې رپوټ ور کړی و، چې وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او نورو معتبرو سرچینو هم تایید کړ.
ستانکزي د ښځو پرزده کړو بندیزونه د ملا هبت الله شخصي غوښتنې او پرېکړې بللې وې او له هغه سره یې په ګڼو برخو کې ښکاره مخالفت کاوه.