د ملګرو ملتونو راپور: افغان طالبان د «ټي ټي پي» مالي او لوژیستیکي ملاتړ کوي

د ملګرو ملتونو یو تازه راپور څرګندوي چې د پاکستان له سختو فشارونو سره سره افغان طالبان لا هم له تحریک طالبان پاکستان څخه ملاتړ کوي. راپور کې راغلي، چې دغه ملاتړ په پاکستان کې د یادې ډلې د بریدونو د زیاتوالي لامل شوی دی.
یاد راپور چې د «۲۰۲۴ کال د جولای له لومړۍ د ډېسمبر تر ۱۳مې پورې موده رانغاړي» په کې لیکل شوي: «په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو حالت او ځواکمنتیا د پخوا په څېر ده او هېڅ توپیر په کې نه دی راغلی.» برعکس دغې ډلې په پاکستان کې بریدونه زیات کړي او په یاده موده کې یې له ۶۰۰ ډېر بریدونه ترسره کړي، چې ډېری یې له افغانستان څخه تنظیم شوي دي.
د افغان طالبانو مالي او عملیاتي ملاتړ
راپور وايي چې افغان طالبان «ټي ټي پي» ته لوژیستیکي، عملیاتي او مالي ملاتړ برابروي چې د دې ډلې فعالیتونه یې پیاوړي کړي دي.
راپور زیاتوي چې د Tټي ټي پي د مشر نور ولي مسعود کورنۍ له افغان طالبانو څخه «میاشتني ۴۳ زره ډالر اخلي» چې دا د دې ډلې لپاره یو مهم مالي ملاتړ بلل کېږي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د راپور په حواله لیکلي «ټي ټي پي» په کونړ، ننګرهار، خوست او پکتیکا (برمل) ولایتونو کې نوي روزنیز مرکزونه جوړ کړي او د طالبانو له لیکو څخه یې د جنګیالیو د جذب لړۍ پراخه کړې ده.
اوس مهال، د دې ډلې د جنګیالیو شمېر شاوخوا ۶۰۰۰ تر ۶۵۰۰ کسانو ته رسېږي.
د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو ترمنځ تاریخي او ایډیالوژیکي اړیکې د دې ډلې د نفوذ په پراخېدو کې مهم رول لري.
د پاکستان غبرګون: پوځي عملیات او ډیپلوماسي
د ټي ټي پي د بریدونو له زیاتوالي سره پاکستان د "عزم استحکام" په نامه پراخ پوځي عملیات پیل کړي، چې موخه یې د دې ډلې له پناه ځایونو، په ځانګړي ډول د پکتیکا او خوست له سیمو د هغوی له منځه وړل دي.
پر دې سربېره، اسلام اباد خپل ډیپلوماتیک فشارونه هم زیات کړي او کابل ته یې پلاوي استولي، څو افغان طالبان دې ته اړ کړي چې «ټي ټي پي» پر ضد اقدامات وکړي.
خو طالبانو د قاطع اقدام پر ځای د منځګړیتوب وړاندیز کړی چې دا کار ډیپلوماتیک کړکېچ ته رسېدلی.
راپور وايي چې د افغان طالبانو ملاتړ د ټي ټي پي بریدونه پراخ کړي او چټک کړي یې هم دي.
د پاکستاني طالبانو او القاعده ترمنځ د همکاریو ډېروالی
دغه راپور وايي چې د پاکستاني طالبانو پوځي وړتیا د القاعده (AQIS) او نورو سختدریځو ډلو سره د همکارۍ له امله نوره هم زیاته شوې.
د ملګرو ملتونو د دغه راپور له مخې یادې ډلې د "تحریک جهاد پاکستان" تر نامه لاندې ګډ عملیات کوي.
راپور خبرداری ورکوي چې د ترهګریزو ډلو ترمنځ د همکارۍ زیاتوالی په ځانګړي ډول د«ځانمرګو بریدګرو، جنګیالیو او ایډیالوژیکي لارښوونو» د تبادلې له امله «ټي ټي پي» د یو سیمه ییز ګواښ په توګه راڅرګندېږي او دغه ډله ښايي د جنوبي اسیا لپاره د نورو ترهګریزو ډلو د مور سازمان بڼه خپله کړي.
د پلوڅ بلیتون پالو ډلو او «ټي ټي پي» اړیکې
راپور وايي چې بلوڅ ازادۍ غوښتوونکي د مجید لېوا په مشرۍ د پاکستان سوېل لویدیځ کې ګڼ بریدونه ترسره کړي، په ځانګړي ډول په اواران، پنجګور او دالبندین سیمو کې.
راپور زیاتوي چې مجید لېوا اوس ښځې هم جذبوي او له پاکستاني طالبانو، داعش-خراسان او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ سره اړیکې لري.
دغه ډلې په افغانستان کې ګډ فعالیتونه لري چې دا د بلوڅ بېلتون پالو او مذهبي ترهګریزو ډلو ترمنځ د ستراتیژیکې همغږۍ ښکارندویي کوي.
په پاکستان کې د داعش-خراسان پر ضد اقدامات
د ملګرو ملتونو یاد راپور کې راغلي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو داعش خراسان درې لوړ پوړي غړي چې د دغه شبکې د پراخولو هڅې یې کولې نیولي دي.
په دغو نیول شویو کسانو کې عادل پنجشیری د افغانستان، ابو منذر د تاجکستان او د دریم غړی یې کاکا یونس د ازبکستان اوسیدونکی دی.
دغه کسان د جنګیالیو د جذب، مالي ملاتړ او ځانمرګو بریدونو تنظیموونکي بلل شوي او د کرمان او مسکو بریدونو کې یې د لاس لرلو ادعاوې هم شوي دي.
سره له دې د ملګرو ملتونو راپور زیاتوي چې د کرمان د برید طراح طارق تاجکي لا هم په افغانستان کې پټ دی.
راپور کې ویل شوي چې داعش-خراسان د کشف څخه د مخنیوي لپاره د مخابراتي وسایلو پر ځای د پیک سېسټم کاروي.
د پاکستان حکومت او افغان طالبانو ناندرۍ
د ملګرو ملتونو راپور ټینګار کوي چې د افغان طالبانو دوامدار ملاتړ د «ټي ټي پي» د فعالیتونو د زیاتوالي او پراختیا لامل شوی چې دې وضعیت د پاکستان امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی.
پاکستانۍ ډان ورځپانې لیکلي، چې اسلاماباد هڅه کوي چې له پوځي او ډیپلوماتیکو لارو دا ګواښ کم کړي، خو طالبانو یوازې د منځګړیتوب وړاندیز کوي چې په یاد هېواد کې یې امنیتی ناورین ته لاره برابره کړې ده.
پر دې سربېره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تښتیدلي مرستیال عباس ستانکزي په وار وار ادعاوې کړي دي چې پاکستان په ځپله خاوره کې د داعش مرکزونه جوړ کړي او د دغه هېواد د پوځ له لوري ورته روزنې ورکول کېږي.
هغه ویلي و، چې په دې تړاو ورسره کافي ثبتونه شته چې د پاکستان حکومت د افغانستان د نا ارامه کولو لپاره داعش جنګیالي روزي او بیا یې افغانستان ته لېږي ؛خو پاکستان دغه ادعاوې بې بنسټه بللي دي.