یو افغان ژباړونکی له خپلې مېرمنې سره د ټرمپ د فرمان له امله په افغانستان کې بند پاتې دی

د کډوالو په اړه د ډونالډ ټرمپ له فرمان وروسته د لسګونو نورو کډوالو ترڅنګ د امریکایي ځواکونو افغان ژباړن قسمت امین هم له خپلې امېندوارې مېرمنې سره په افغانستان کې بند پاتې دی. نوموړی د امریکا تابعیت هم لري.

د متحده ایالاتو د پوځ پخوانی لوړپوړی رینجر او د کولوراډو سناتور میتیو بال چې د جګړې په ډګر کې یې په ځانګړو عملیاتو کې برخه اخیستې او امین ورسره کار کړی د ټرمپ په اړه ویلي: «دا هغه ولسمشر دی چې د خلکو د ستونزو او اړتیاوو پر ځای د خپل هدف په لور د چټک حرکت او پرمختګ په لټه کې دی.»

د امین د امېندوارې مېرمنې ښایسته شېرزاد د ماشوم د زېږون نېټه د مارچ ۲۲مه نېټه ښودل شوې ده.

دیڼور پوسټ ورځپاڼې چې له امین سره مرکه کړې لیکلي یې دي، چې امین په دالاس کې د خپلې دندې څخه رخصت واخیست، ترڅو له خپلې ۲۵ کلنې مېرمنې ښایستې سره د هغې د محرم په توګه سفر وکړي، چې دا په افغانستان د طالبانو په واکمنانو کې یوه اړتیا ده.

که څه هم ښایسته کډواله نه ده، خو دا چې د هغې مېړه د امریکا تابیعت لري نو ځکه ویزه ورکړل شوې ده.

دوی په تمه وو، چې د جنورۍ په ۳۱مه قطر ته سفر وکړي، خو د قطر هوایي شرکت چارواکو د سفر اجازه نه ده ورکړې او ویلي یې دي، چې د دوی له کنټرول څخه وتلی کار دی.

۳۵ کلن امین له افغانستان څخه په یوه برېښنالیک کې لیکلي: «موږ بې له کوم وضاحته له سفر څخه منع شوو، هغه له جسمي پلوه ستړې او حساسه شوې ده. له وضاحت پرته انتظار پر هغې اغیزه کړې، لکه څنګه چې هغه د زېږون وروستي پړاو ته نږدې ده، مناسبې روغتیایي پاملرنې ته اړتیا لري او دا اندېښنه مخ په ډېرېدو ده.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکو د چهارشنبې په ورځ د افغان کډوالو د چارو د همغږۍ کوونکي دفتر (CARE) د امریکايي سناتور جان هېکنلوپر له لارې یو پیغام خپور کړ، چې امین او ښایسته قطر ته د سفر لپاره په لېست کې شامل شوي وو، خو ټولې الوتنې "د یوه اجراییوي فرمان له امله وځنډول شوې."

د امین د رخصتۍ موده هم مخ په خلاصېدو ده او ډېر ژر به له خپل دفتر څخه د بې معاشه رخصتۍ غوښتنه وکړي، چې دا د هغه لپاره یوه بله اندېښنه ده.

امین د جمعې په ورځ پرېکړه وکړه، چې هغه باید بېرته امریکا ته ولاړ شي او خپله دنده وژغوري.

نوموړی به خپله مېرمن په افغانستان کې پرېږدي، ترڅو همدلته زېږون وکړي او بیا به د کورنۍ د یوځای کولو لپاره یوه بله پیچلې پروسه پیل کړي.

امین وویل: «دا د نا امیدۍ ځای دی ځکه چې زه داسې احساسوم چې امریکایی یم او د امریکا ټولو قوانینو ته درناوی لرم او د هر هغه څه قدر کوم چې امریکا یې ماته راکوي. زه هغه کس یم چې د متحده ایالاتو د پوځ لپاره مې ډېر کار او ډېره قرباني ورکړې ده. کله چې د امریکا تابیعت اخلئ، په مراسمو کې دوی وایي اوس تاسو کولی شئ خپله ښځه راولئ. دا هغه څه دي چې قانون وایي. دا تاسو ته داسې احساس درکوي لکه د افغانستان اوسېدونکی اوسېدل په امریکا کې هېڅ ارزښت نه لري. زه ډېر غمجن او اندېښمن یم.»

بال او امین هغه وخت ولیدل کله چې بال د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته د تورې بورې غره ته څېرمه د القاعدې او طالب وسله‌والو لپاره په یوه اډه کې د پوځ د رینجر په توګه وګمارل شو.

امین د متحده ایالاتو د پوځ لپاره له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۳ کلونو د ژباړونکي په توګه کار کړی.

کله چې په افغانستان کې د بال ماموریټ پای ته ورسېد او د بل ماموریت پر لور ولاړ، د امین کورنۍ ګواښونه ترلاسه کړل.

بال چې په ۲۰۱۳ کال کې د حقوقو محصل و هغه د امین ژغورلو کمپاین پیل کړ او امین په ۲۰۱۷ کال کې د کډوالۍ ځانګړې ویزه ترلاسه کړه.

امین تېر کال له ښایستې سره په افغانستان کې واده وکړ.

د ډنور پوست په وینا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

په ۲۰۲۱ کال له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو او د طالبانو له واکمنېدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر انټوني بلېنکن د افغان کډوالو د چارو د همغږۍ کوونکي دفتر جوړ کړ او موخه یې دا وه. چې ۲۰۰ زره افغانان چې له امریکایي ځواکونو سره یا یې له کورنۍ سره په تېرو دوو لسیزو کې کار کړی وو، ځای پر ځای کړي.

خو د یادونې ده، چې د ټرمپ نويو فرمانونو بهرنۍ مرستې او امریکا ته یې د کډوالو داخلېدل ودرول.