د ختیځ ترکستان وسله والې ډلې مشر له کابل څخه په سوریه کې خپلو جنګیاليو ته لارښوونې کوي

د لانګ وار ژورنال د راپور له مخې عبدالحق ترکستانی د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ مشر چې د القاعدې د رهبري شورا غړی هم دی او اوس په افغانستان کې مېشت دی، د دې ډلې جنګیالي په سوریه کې رهبري کوي. دا معلومات د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې او څېړنیز ملاتړ ډلې له‌خوا خپاره شوي.

د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ جنګیالي د تحریر الشام وسله والې ډلې تر قوماندې لاندې فعالیت کوي.

دغه ډله له القاعدې سره اړیکې لري او د تېر کال په وروستیو کې یې د دمشق کنټرول تر لاسه کړ او حکومت یې جوړ کړ.

د ملګرو ملتونو د څارنې ډلې په خپل تازه ۱۲۶۷ راپور کې چې د «فبرورۍ په ۱۳مه» خپور شو څرګنده کړې چې عبدالحق ترکستانی په کابل کې اوسیږي او د دغې ډلې د سوریې څانګه اداره کوي.

په راپور کې راغلي: «که څه هم د (اي ټي ای ایم) عمومي امیر عبدالحق په کابل کې دی، خو لا هم د دې ډلې د سوریې څانګې بشپړ کنټرول په لاس کې لري.»

دغه راپور (ټي ای پي) د دې ډلې له بل نوم، د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک (اي ټي ای ایم) سره هم یاد کړی.

د ملګرو ملتونو یوه غړي هېواد راپور ورکړی چې عبدالحق ترکستانی «په مکرر ډول د جنګیالیو لېږد د افغانستان او منځني ختیځ تر منځ تنظیمموي» خو یو بل هېواد ویلي چې د دې ادعا لپاره شواهد نه شته.

د راپور له مخې د ترکستان اسلام ګوند جنګیالي په سوریه کې د «کایوسیر» تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي.

د ملګرو ملتونو د جولای ۲۰۲۴ راپور ویلي وو چې د هغه مرستیالان «زاهد قاري او شیخ طوبی» د ۲۰۲۴ په مارچ میاشت کې د عبدالحق ترکستاني له خوا ټاکل شوي وو.

د ترکستان اسلامي ګوند د سوریې څانګې «ډېر شمېر جنګیالي په سوریه کې ساتلي او اصلي مرکز یې افغانستان دی.»

د دې ډلې جنګیالي په سوریه کې د «۸۰۰ څخه تر ۳۰۰۰» ترمنځ اټکل شوي او د تحریر الشام د نظامي عملیاتو له امله دا شمېر ښایي ډېر شي.

د ترکستان اسلامي ګوند او القاعده اړیکې

د ترکستان اسلامي ګوند د القاعده له کلیدي متحدانو څخه دی او له لسیزو راهیسې یې په افغانستان او سوریه کې له دې شبکې سره همکاري کړې.

دغه ډله له ۲۰۰۱ څخه مخکې د القاعده ترڅنګ جنګېدلې او په ۲۰۱۶ کې یې د ازبکستان اسلامي تحریک د وېش پر مهال د القاعده ملاتړ کړی.

د ټي ای پي جنګیالي د سوریې د جګړې له پیل سره سم د ۲۰۱۱ په لومړیو کې سوریې ته ولاړل او د القاعده سوریایي څانګې جبهه النصره سره یو ځای شول.

دغه ډله د بشارالاسد د رژیم د سقوط لپاره مهمه ګڼل شوې او د تحریر الشام ترڅنګ یې په جګړو کې فعاله ونډه اخیستې چې دا یې په پراخه توګه د خپلو تبلیغاتو برخه کړې ده.

عبدالحق ترکستانی چې د «مایمایتیمینگ مایمایتي» په نوم هم پېژندل کېږي یو پیاوړی جګړه ییز کس بلل کېږي چې د ۲۰۰۳ په وروستیو کې دغه وسله والې ډلې ټي ای پي بنسټګر حسن محسوم له وژل کېدو وروسته یې مشري ترلاسه کړه.

عبدالحق له ۲۰۰۱ مخکې د د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ د تورې بورې په غرونو کې د ټي ای پي د روزنیز کمپ د مدیریت چارې ترسره کولې.

دغه کمپ د اسامه بن لادن تر ملاتړ لاندې و او ابتدایي نظامي روزنه یې ورکوله. د ګوانټنامو یو شمېر زندانیانو عبدالحق ترکستانی د دې کمپ اصلي روزونکی بللی دی.

د د لانګ وار ژورنال په راپور کې زیاته شوې چې د طالبانو له سقوط وروسته عبدالحق ترکستانی د خپلې ډلې د روزنیزو کمپونو د بیا فعالولو لپاره پاکستان ته ولاړ.

عبدالحق ترکستان د القاعده د مشرتابه په ډله کې

د ۲۰۰۵ په کال کې د امریکا د خزانې وزارت اعلان وکړ چې عبدالحق د القاعده د مشورتي شورا غړی شوی.

د امریکا دوه استخباراتي چارواکو لانګ وار ژورنال ته ویلي چې عبدالحق ترکستانی لا هم دا مقام لري.

د ۲۰۰۹ کال په نومبر کې هغه د امریکا د خزانې وزارت لخوا د القاعده اړوند ترهګرو په نوملړ کې شامل شو.

دغه وزارت وویل چې نوموړی د مالي ملاتړ، د جنګیالیو جذب، تبلیغاتو او د ترهګریزو بریدونو د تنظیمولو او ترسره کولو چارې پر مخ وړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم عبدالحق ترکستانی د القاعده د بندیزونو په لېسټ کې شامل کړی.

ویل کېږي عبدالحق دومره مهم و چې د طالبانو د مختلفو ډلو ترمنځ د مخالفتونو پر مهال د منځګړیتوب لپاره وټاکل شو او د القاعده شورا لخوا د نظامي مسایلو استازولي یې هم وکړه.

په ۲۰۱۰زېږدیز کال کې امریکا ګومان کاوه چې عبدالحق ترکستانی یې په پاکستان کې د بې ‌پیلوټه الوتکې په برید کې وژلی؛ خو نوموړی په ۲۰۱۴ کال کې د خپلې وسله والې ډلې په یوه تبلیغاتي ویډیو کې بیا څرګند شو. داسې اټکل کېږي چې هغه په دغه برید کې ټپي شوی و.

د ۲۰۲۲ کال د مئ په میاشت کې عبدالحق ترکستانی د افغانستان د نیولو له امله د طالبانو بریا ونمانځله.

د نوموړي دوامداره حضور په افغانستان کې د طالبانو هغه ادعاوې ننګوي، چې ویل یې افغانستان به د ترهګرو ډلو لپاره په خوندي پټنځای بدل نه شي.