مونشن کې موټر برید پسې لومړي وزير ته د جرمني میشتو افغان ټولنو او کورنيو پرانيستی لیک
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/d403766d9cd8a9dba13ede5bf1065d0a4885b4d5-2048x2048.jpg?rect=0,448,2048,1152&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
چرمني کې ګڼو افغان کورنيو او ټولنو د دغه هېواد لومړي وزير ته په پرانيستي لیک کې په مونشن ښار کې په موټر د خلکو وهل غندلي او له دغه کس سره یې د قانوني چلند غوښتنه کړې. یوه ۲۴ کلن افغان کډوال پرون سهار په مونشن ښار کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه موټر ور برابر کړ او ۲۸ کسان یې ټپي کړل.
په دې پېښه پسې نن ګڼو افغان کورنيو او ټولنو لومړي وزير اولاف شولڅ ته پرانيستی لیک کې دغه پېښه يو جنایت بللی دی.
په دې پېښه پسې ښاغلي شولڅ هم وویل، چې مجرم ته باید سزا ور کړل شي او له جرمني و اېستل شي.
په دې ليک کې هم د پيښې اړوند د لومړي وزير د څرګندونو ملاتړ او غوښتنه شوې، چې دا ډول کسان که هرڅوک وي باید له دغه هېواد وایستل شي.
د لیک په یوه برخه کې لیکل شوي: «دا ډول اعمال که هر چا کړي او هر څوک یې د افغان په نوم کوي او یا افغان وګړي په کې دخيل وي، ترويستان او مجرمان دي.»
د المان لومړي وزير ته د افغانانو په پرانيستي لیک کې ویل شوي، چې افغانان له ۵۰ کلنو د تروريزم قرباني دي او د مجرمينو په وړاندي د جرمني له حکومت سره ولاړ دي.
![په المان کې د مېشتو افغان کورنيو او ټولنو له لخوا لومړي وزير ته په الماني ژبه پرانیستی لیک](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/c07beb3e22ff790e326e09ba32151abf6212b1dd-1268x1817.jpg?rect=0,553,1268,713&w=1763&h=992&fit=crop&auto=format)
په دې لیک کې د المانیانو او افغانانو تاريخي اړیکو ته هم اشاره شوې او په پيښه کې د قربانیانو کورنيو سره غم شریکي ښودل شوې.
په المان کې مېشتو افغانانو د دغه هېواد له دولت او ولس مننه کړې، چې افغانانو ته یې په خپل هېواد کې ځای او پناه ورکړې.
د سلګونو افغان کورنيو او ټولنو په استازيتوب دغه لیک په پښتو، دري، الماني او انګليسي ژبو د المان لومړي وزير ته ليږل شوی.