له هېواده د عباس ستانکزي تېښته؛ امیرخان متقي وایي هېڅوک دې له مونږ نه‌تښتي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په یوې دیني مدرسه کې د وینا پرمهال په نامستقیم ډول د دغې ډلې د مشر له خوا د واک پر تمرکز نیوکه کړې او داخلي یووالی یې مهم بللی دی.

په داسې حال کې چې څه موده مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال، عباس ستانکزی د دغې ډلې پر مشر د نیوکې له امله له افغانستان څخه وتلو ته اړ شو، د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزیر د هغه او د خپلې ډلې مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د نوم له یادونې پرته وویل : «ته باید ټول خپل څنګ ته راټول کړې او هېڅوک باید له تا خپه نه‌شي. هېڅوک باید له تا څخه ونه‌تښتي. ولې باید څوک وتښتي؟ څوک چې ستا دی، ولې باید وتښتي.»

امیرخان متقي په خپلې وینا کې د دغې ډلې ترمنځ د یووالي ساتنې ارزښت ته اشاره کړې او زیاتوي: څوک چې علم لري، تجربه لري، نظام پېژني، نړۍ یې لیدلې ده، ولې باید وتښتي؟ باید هغه خپل وګڼې او خپل یې کړې.

نوموړي همداراز، د طالبانو د غړو ترمنځ برابرۍ ته اشاره کړې او په وینا یې، هېڅوک باید ځان له نورو غوره ونه‌ګڼي.

متقي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې د طالبانو په ځانکړې توګه د دغې ډلې د پوځي مشرانو او ملا هبت‌الله ته د نږدې کسانو ترمنځ د اختلافاتو راپورونه خپرېږي.

څه موده مخکې د طالبانو د کورنیو چارو مرستیال وزیر او د حقاني شبکې لوړپوړي غړي مولوي محمد نبي عمري یوې غونډې ته د وینا پرمهال په یوې خپره شوې ويډیو کې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله له خوا پر عصري زده‌کړو د بندیز فرمان له امله ژاړي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د نجونو زده‌کړو په تړاو پر هبت‌الله د نیوکې له امله له هېواده وتښتېد او عربي متحده اماراتو ته لاړ.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو یو شمېر غړو د بېلابېلو دلایلو له وجې د هبت‌الله اخوندزاده له پرېکړو څخه ناراضه دي.