د نړۍ د ځوانو ساینس‌پوهانو نړۍواله غونډه؛ یوازیني افغان ساینس‌پوه په‌کې ګډون وکړ

د ځوانو ساینسپوهانو په نړۍواله ناسته (Global Young Scientists Summit) چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې جوړېږي، په‌کې افغان ساینس‌پوه او د ننګرهار پوهنتون مخکېني استاد دوکتور صفي‌الله حازم هم ګډون کړی دی.

دا ناسته سږکال د جنورۍ له ۶مې د همدې میاشتې تر ۱۰مې پورې د سنګاپور په ملي پوهنتون کې جوړه شوې وه.

حازم چې د جاپان ناګویا پوهنتون دعصاب‌پوهنې په برخه کې پي‌اېچ‌ډي لري، افغانستان انټرنشنل-پښتو ته په رالېږل شوې ویناپاڼه کې ویلي چې دا غونډه ځوانو ساینس‌پوهانو ته نوي فرصتونه برابروي څو د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د ځوانو ساینس‌پوهانو ترمنځ اړیکې رامنځته او له یو بل سر خپلې لاسته‌راوړنې شریکي کړي.

د معلوماتو له مخې، دا ناسته د سینګاپور د ملي څېړنیو بنسټ له خوا جوړه شوې وه او سږکال په‌کې د نړۍ له ۴۹ هېوادونو څخه د کیمیا، فزیک، طب، ریاضیاتو، کمپیوټر ساینس، انجینرۍ او نورو برخو شاوخوا ۳۵۰ ځوانو څېړونکو ګډون کړی و.

افغان ساینس‌پوه ویلي چې په دې ناسته کې د نوبل«فیلډزاو ټورینګ جایزو» ګټونکو هم ګډون کړی و او د ټېکنالوژۍ د نوښتونو،مصنوعي ځيرکتيا او ټولنیزو او نړۍوالو ستونزو د حل لپاره د ساینس پر رول غږېدلي دي.

نوموړي د غونډې ترټولو ځانګړې برخه له لویو ساینسي څېرو سره مخامخ خبرې کول بللي دي. هغه په دې تړاو زیاته کړې: «ماته د پروفیسور لویس ایګنارو سره خبرې چې د فزیولوژي او طبابت په برخه کې د نوبل جایزه ګټونکی دی، ډېرې په زړه پورې وې. هغه په دې تړاو خپل نظریات شریک کړل چې څنګه پیچلي علمي مفاهیم خلکو او په ځانګړي ډول زده‌کوونکو ته ساده شي.»

د صفي‌الله حازم په اند، د ساینسي موضوعاتو په تړاو اړیکې نه یوازې د اکاډمیکو کړیو دننه، بلکې په معاصره نړۍ کې د ټولنې په کچه د علمي پوهاوي په موخه ډېرې مهمې دي.

د ځوانو ساینس‌پوهانو نړۍواله ناسته داسې مهال جوړېږي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هېواد ښوونیز او علمي بنسټونه په بشپړه توګه د ساینس او ټکنالوژۍ له برخو غاړې ته شوي دي.