د افغانستان د تحلیلګرانو ټولنه وايي، د امریکا د مرستو بندیز پر افغانستان هم اغېزه کړې ده
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/f9a59fedd237390b15e1242ee94fd4c5d598e8bd-1536x1024.jpg?rect=0,80,1536,864&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د افغانستان د تحلیلګرانو ټولنې په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د ټولو مرستو د بندولو امر پر افغانستان هم اغېز کړی. دغې ټولنې ویلي، لسګونو نادولتي موسسو، چې د امریکا له مالي مرستو خړوبېدلې، لا له وړاندې یې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي.
د راپور له مخې، د ډونالډ ټرمپ هغه فرمان، چې افغانستان ته د امریکا پر مالي مرستو مستقیم اغېز کوي، په دغه هېواد کې روغتیا، بشري حقونو بنسټونه، رسنۍ او د بې وزلو او زیان منونکو خلکو ملاتړ په ګډون ګڼو سکتورونو ته زیان رسولی دی.
په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګېدو را وروسته، لویو مرستندویانو د داسې مرستو له ورکولو ډډه وکړه، چې ښايي له طالبانو سره مرسته وکړي، نو تر ډیره بریده دغه مرستې چې افغانستان ته د بشري مرستو په نامه لېږدول کېدې د ملګرو ملتونو، نړۍوال بانک او نورو نړۍوالو سازمانونو او نادولتي موسسو له لارې افغانستان استول شوې دي.
دغه ټولنه وايي، دا په دې معنا ده چې ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې په یادو مرستو کې یو پراخ رول لوبولی او ډیری ادارې چې په افغانستان کې فعالیت کوي د متحده ایالاتو له ملاتړه برخمنې پاتې شوې دي.
د سیګار وروستی درې میاشتنی راپور، چې د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې خپور شو، د دغه ملاتړ کچه په ګوته کړې. د سیګار په راپور کې راغلي، امریکا په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه تر وتلو وروسته په دغه هیواد کې نږدې ۳.۷۱ میلیارد ډالره لګولي دي.
د دغو پیسو ډیره برخه (۶۴.۲٪) د ملګرو ملتونو ادارو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت، او نړۍوال بانک لهخوا اداره کیدونکي، د افغانستان اماني صندوق ته تللي دي. نور ۱.۲ میلیارد ډالره د مرستو د احتمالي وېش لپاره لګول شوې دي.
د افغانستان د تحلیلګرانو ټولنې زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو ادارې د خپل ملاتړ د سرچینو بیاکتنه کوي، ترڅو وګوري چې د مرستو کنګل کول به د دوی په پروګرامونو څه اغیزه کړې او ایا دوی کولی شي بشري مرستې له کنګل څخه مستثنا کړي.