داعش ډلې په کندوز کې د ننني ځانمرګي برید مسوولیت پر غاړه واخیست
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/d691dafb32734d2a5d44380ed43df72c7beed590-992x558.jpg?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
داعش ډلې په کندوز ولایت کې د کابل بانک مخې ته د سې شنبه د ورځې د ځانمرګي برید مسوولیت پر غاړه واخیست.
په داعش ډلې پورې اړوند اعماق خبري اژانس خبر ورکړی، چې د یادې ډلې یوه جنګیالي نن سهار هغه وخت خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه، چې د طالبانو لسګونه غړي یاد بانک ته د خپلو تنخواوو د ترلاسه کولو په موخه تللي و.
که څه هم په دغه راپور کې د مرګژوبلې د کره شمېرې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو په کې راغلي چې په دې پېښه کې د طالبانو د امنیتي قومندانانو په ګډون سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
اخوا په کندوز کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند بیا نن وویل، چې په دغه برید کې لږ تر لږه پنځه نظامي او ملکي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپيان دي، خو ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کندوز ولایت په ننني ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.
ویل کېږي، چې په دې پېښه کې د طالبانو سرتېرو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/63f9b17caf30ce617dcefa9176a2ff5ce53cbebc-1100x639.jpg?rect=0,11,1100,619&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
دغه برید داسې مهال کېږي، چې له دې وړاندې د طالبانو دفاع وزارت او استخباراتو ولایتي چارواکو او د اردو قوماندانانو ته سپارښتنه کړې وه، چې تنخواوې د بانک پرځای په خپلو قرارګاوو کې واخلي.
د یادولو ده، چې دغه برید د طالبانو ترڅنګ د پخوانیو چارواکو حامد کرزي، عبدالله عبدالله، عبدالهادي مسلمیار او یو شمېر نورو کسانو له خوا غندل شوی دی.