د پاکستان پوځ وايي، په میرانشاه او کرک کې یې د درې «افغانانو» په ګډون ۹ وسله وال وژلي

پاکستاني رسنۍ ډان د پاکستان پوځ له قوله ویلي، چې تېره شپه د شمالي وزیرستان د میرانشاه او د پښتونخوا په کرک کې د پوځي عملیاتو پر مهال نهه وسله وال وژل شوي، چې درې هغه یې افغانان دي. پوځ ویلي، چې په دغو عملیاتو کې درې وسله وال ټپیان شوي هم دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې د دغه هیواد پوځ تیره شپه د شمالي وزیرستان میرانشاه ولسوالۍ په تپې سیمه کې د پاکستان پوځ په عملیاتو کې د ټي ټي پي پنځه وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان دي،

د ډان د سرچینو په خبره، په وژل شویو کې د «ضرار افغان، نقیب الله افغان او سرکش افغان په نومونو درې وسله وال شامل دي.»

د دوشنبې تر ناوخته پورې، د پاکستان پوځ د رسنیو څانګې د یادو عملیاتو په اړه کومه رسمي خبرپاڼه نه وه خپره کړې.

ځایي سرچینو ویلي، چې له برید وروسته د وسله والو پټنځای اور واخیست او ځینې جسدونه دومره سوځوېدلي دي، چې پیژندل یې ناشوني وو، او پوځ له عملیاتو وروسته دغه جسدونه او ټپیان نامعلوم ځای ته لېږدولي دي.

سربېره پردې د پښتونخوا کرک ولسوالۍ د داود شاه بندر په میرکاکم سیمه کې هم د پولیسو او امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د پاکستاني طالبانو د تحریک، مهم قوماندان کلیم الله د ډلې څلور تنه وژل شوي دي.

چارواکو ویلي چې یادې ډلې تېره اوونۍ د بهادرخیلو په سیمه کې په یوې امنیتي پوستې برید کړی وو چې په پایله کې ۳ پاکستاني پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپیان و.

ډان د یو بل خبر له مخې، ویلي، چې د پښتونخوا په تیرا کې د قبایلي سوداګرو د مشر حاجي شیر محمد او د هغه د ملګري له وژل کېدو څخه وروسته ځایي خلک په ویره کې دي.

حاجي شیر محمد د تیرا بازار د سوداګرو د ټولنې مشر و، چې څو ورځې وړاندې د ټي ټي پي په یوه برید کې له خپل یوه بل همکار سره ووژل شو.

یوه ځايي سوداګر، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ډان ته ویلي: «ځایي سوداګرو او عادي اوسیدونکو په امنیتي ادارو خپل باور له لاسه ورکړی،اوس دوی د خپل مشر او یوه همکار د وژل کېدو وروسته ځان ترهګرو پیښو له امله ځان ناامني احساسوي.»