طالبان وايي، د کندهار له زندان څخه یې ۳۱ تنه بندیان خوشې کړي دي

د طالبانو د کندهار ولایت رسنیز دفتر په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت له مرکزي زندان څخه ۳۱ بندیان خوشې او د ۱۳۸ نورو هغو د بند موده کې کمښت راغلی دی. ویل کېږي، د بندیانو په اړه دغه پرېکړه د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله په غوښتنه د سترې محکمې د حکم پر بنسټ شوې.

د طالبانو سترې محکمې هم دغه خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې دغه پرېکړه یې د ملا هبت‌الله له غوښتنې وروسته کړې ده.

په کندهار کې د طالبانو د بندخونو مشر محیب الله ګرمسیري وایي، خوشې شویو بندیانو د خپل بند په موده کې د دیني او عصري علومو ترڅنګ ډیری کسبونه هم زده کړي دي.

که څه هم طالبانو په کندهار کې له زندانه د بندیانو د خوشې کولو خبر ورکړی، خو واک ته د دغې ډلې له رسېدو وروسته دغه ډله د شخصي زندانونو په لرلو او په زندانونو کې د بندیانو د شکنجې او ځورولو په ورکړې تورنه ده.

دغې ډلې په عام محضر کې خلکو ته تعزیزي سزاوې ډېرې کړې او هره ورځ د دغې ډلې د سترې محکمې له‌خوا د دغه ډول سزاوو د ورکړې خبرونه خپرېږي.

تېره ورځ هم طالبانو په روزګان او غزني ولایتونو کې پنځو تنو ته په عام محضر کې سزا ورکړې وه، د یادې ډلې دغه کړنې د نړۍوالو بنسټونو له‌خوا غندل شوي؛ خو طالبان وایي چې دوی په دې توګه غواړي «اسلامي شریعت» پلی کړي.