حامد کرزي د کندز ځانمرګی بريد د انساني او اسلامي اصولو خلاف ګڼلی
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/eb14b000d782d1b2fc4fe8c928852dbf195d03e9-1157x675.jpg?rect=0,13,1157,651&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي په کندز کې کابل بانک ته څېرمه ځانمرګی بريد غندلی او دا پېښه یې د «انساني اواسلامي موازينو خلاف» عمل ياد کړی. طالبان وايي، د کابل بانک مخې ته په ځانمرګي بريد کې ۵ نظامي او ملکي وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي پر خپله ايکس پاڼه ددې پيښې د غندنې ترڅنګ د پيښې قربانيانو ته تسليت ويلی.
نوموړي ليکلي: « دغه پیښه د انساني او اسلامي موازینو خلاف عمل دی او د لوی خدای (ج) له درباره د دغې غمجنې پېښې قربانیانو ته د جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعا کوم.»
تر اوسه ددغه برید مسوولیت چا په غاړه نه دی، اخستې خو له دې وړاندې په کندهار کې د ورته یوه برید مسوولیت داعش پرغاړه اخستی و.
دغه برید داسې مهال ترسره کیږي، چې پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوه ناسته کې په افغانستان کې دداعش حضور اندېښمنوونکی ګڼل شوی دی.