د ۲۰۲۴-۲۵ مالي کال لومړیو شپږو میاشتو کې؛ افغانستان ته د پاکستان صادرات ۹۲ سلنه ډېر شوي

د پاکستان دولتي بانک رپوټ ورکړی چې د ۲۰۲۴-۲۵ مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۹۲.۰۵ سلنه زیات شوي دي. افغانستان ته د پاکستان ټول صادرات د ۲۰۲۴ کال له جولای څخه تر دسمبر پورې ۵۰۴ میلیونه او ۳۰۸ زره ډالرو ته رسېدلي دي.

د خپر شویو احصایو له مخې، دغه اندازه د تیر کال په ورته موده کې ۲۶۲ میلیونه او ۵۸۳ زره ډالر وه.

په کلني پرتلیز ډول، افغانستان ته د پاکستان صادرات ۲۴۸.۴۵ سلنه زیات شوي، ځکه د ۲۰۲۳ کال په دسمبر میاشت کې د صادراتو اندازه ۲۸ میلیونه او ۱۹ زره ډالر وه چې په ۲۰۲۴ کال کې بیا ۹۷ میلیونه او ۶۳۴ زره ډالرو ته رسېدلي دي.

خو په میاشتنۍ پرتلنه کې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۱۵.۰۲ سلنه کم شوي دي، ځکه د ۲۰۲۴ کال نومبر میاشت کې صادرات ۱۱۴ میلیونه او ۹۰۲ زره ډالر وو، خو په دسمبر میاشت کې دغه صادرات ۹۷ میلیونه او ۶۳۴ زره ډالر ته کم شوي دي.

په وارداتو کې پاکستان هم له افغانستان څخه د وارداتو زیاتوالی تجربه کړی دی.

د ۲۰۲۴ مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له افغانستان څخه د پاکستان واردات ۱۲۵.۸۵ سلنه زیات شوي، ځکه د تېر کال د ورته مودې په پرتله د وارداتو اندازه له څلور میلیونه او ۴۲۵ زره ډالرو څخه ۹ میلیونه او ۹۹۴ زره ډالرو ته رسیدلې ده.

د پاکستان دولتي بانک د احصایو له مخې، په کلنۍ پرتلنه کې له افغانستان څخه واردات ۱۸.۴۱ سلنه زیات شوي، ځکه د ۲۰۲۳ کال په دسمبر میاشت کې واردات یو میلیون او ۲۳۸ زره ډالر وو چې په ۲۰۲۴ کال کې یو میلیون او ۴۶۶ زره ډالرو ته رسېدلي دي.

سربېره پر دې، د میاشتنۍ پرتلنې له مخې، له افغانستان څخه د پاکستان واردات ۸.۲۷ سلنه زیات شوي ځکه د ۲۰۲۴ کال په نومبر میاشت کې واردات یو میلیون او ۳۵۴ زره ډالر وو چې په دسمبر کې بیا یو میلیون او ۴۶۶ زره ډالرو ته رسېدلي دي.