منیر اکرم: افغانستان د داعش‬⁩ ډلې د ګومارنو اصلي مرکز دی

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان‬⁩ استازي منير اکرم ⁦‪ويلي: «افغانستان د داعش خراسان‬⁩ څانګې د ګومارنو اصلي مرکز دی او موږ هغه ادعاوې ردوو، چې ویل کېږي په پاکستان کې دغه ډول استخدام ترسره کېږي.» تر دې وړاندې طالبانو ویلي وو، چې داعش ډله د پاکستان په دوو ایالتونو کې مرکزونه لري.

تر دې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د دغې ډلې د امنیتي او تصفیوي کمېسیون د کلني راپور په حواله لیکلي و، چې له افغانستانه تښتېدلو د داعش مشرانو د پاکستان په قبایلي سیمو کې روزنیز مرکزونه جوړ کړي.
د دغه کمېسیون په وینا، دغو کسانو اوس د بلوچستان او خیبرپښتونخوا په ځینو قبایلي سیمو کې روزنیز کمپونه جوړ کړي دي.
په راپور کې راغلي و، داسې باوري اطلاعات په لاس کې لري چې له مخې یې «د کراچۍ او اسلام اباد هوایي ډګرونو له لارې په بلوچستان او د خیبر پښتونخوا په ځینو قبایلي سیمو کې خپلو مرکزونو ته له ځینو اسیايي او اروپايي هېوادونو څخه نوي جذب شوي کسان را انتقالوي.»
خو هغه مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه ادعا رد کړې وه.
ښاغلي اکرم‬⁩ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، د داعش په ګډون د افغانستان دننه له شلو ډېرې وسله‌والې ډلې فعالیت لري.
خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد (د سلواغې په ۱۶مه) ادعا کړې وه، چې په افغانستان کې د داعش وسله‌والې ډلې پټن‌ځایونه له منځه وړل شوي او په وینا یې، د هېواد امنیتي وضعیت بې‌مثاله ښه دی.
ښاغلي اکرم په نړۍواله ټولنه غږ کړی، چې د داعش د لمنځه وړلو لپاره دې ګډ اقدام وکړي.
د هغه په وینا، داعش، تحریک طالبان پاکستان او مجید بريګيډ نه یوازې د افغانستان او پاکستان؛ بلکې د ټولې سیمې لپاره ګواښ دی.
ښاغلي اکرم زیاته کړه، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له افغانستانه نیولې تر افریقا پورې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي.
هغه وړاندې ویلي، که څه هم په افغانستان کې د القاعدې اصلي مرکز له منځه وړل شوی؛ خو په نورو هېوادونو کې یې څانګې پراخې شوې او د دغې شبکې ګواښ لاهم پاتې دی.
هغه ویلي، چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د پاکستان حکومت مبارزه دوام لري.