په ګواتیمالا کې د یوه مساپر وړونکي بس د اوښتو په پېښه کې ۵۱ کسان مړه شوي دي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/607273be2c6aaf4cc0c1a2bff79120927bf4ce15-1200x801.jpg?rect=0,64,1200,675&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
رویټرز خبري اژانس په ګواتیمالا ښار کې د اور وژنې ادارې ویاند کارلوس هرنانډیز په حواله راپور ورکړی، چې د دوشنبې په سهار د یو مساپر وړونکي بس د اوښتو په پېښه کې لږ تر لږه ۵۱ کسان مړه شوي دي.
د هغه په وینا، له دغې پېښې ژوندي پاتې شوي کسان هم د بس دننه د اوبو په منځ کې بند پاتې دي.
هغه وایي، دغه بس د سان اګستین اکاساګواستلان ښار څخه پلازمېنې ته په یوه بوخته لاره روان و چې یوې ویالې ته ولوېدو.
کارلوس هرنانډیز وویل، د مړو شویو کسانو په ډله کې ۳۶ یې نارینه او ۱۵ ښځې دي.
هغه زیاته کړې، چې د دغو کسانو جسدونه خاورې ته د سپارلو په موخه ولایتي هدیرې ته لېږدول شوي دي.
د دغه هېواد د اور وژنې څانګې لهخوا په خواله رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه ښیي، چې بس په یوې ککړې ویالې کې ډوب شوی و.
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/a7bd282da55deff1588517779c540f97dc65686a-644x359.png?rect=3,0,638,359&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د ګواتیمالا ولسمشر برنارډو اریوالو پر دغې پېښې د اندېښنې په څرګندولو سره یې په دغه هېواد کې د درېیو ورځو لپاره ملي ویر اعلان کړ.
اریوالو په خواله رسنۍ لیکلي: «زه د هغو قربانیانو د کورنیو ترڅنګ ولاړ یم، چې نن یې په دغې زړه بوږنووکې پېښه کې خپل د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي. د دوی درد زما درد دی.»
هغه زیاته کړې، چې د پېښې ځای ته یې ژغورونکې ډلې لېږلې دي.