هندي رسنۍ: هند د چابهار بندر په پراختیا ټینګار کړی دی

د هندي رسنۍ ټایمز اف انډیا د راپور له مخې، د هند حکومت د دوشنبې په ورځ ویلي چې له منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو اړیکو پیاوړي کول او افغانستان ته د بیارغونې او اقتصادي پراختیا په برخه کې د جابهار بندر یوه مهمه لاره ده.

د ټرمپ ادارې ویلي، چې د بندیزونو هغه معافیت به بېرته واخلي کوم چې هند ته په کې اجازه ورکړل شوې وه چې په ایران کې د چابهار ستراتیژیک بندر ته پراختیا ورکړي.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر څخه غوښتي و، چې د بندیزونو معافیت تعدیل او یا هم لغوه کړي؛ چې په هغې کې د چابهار بندر هم شامل دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړي چارواکي جې دیپ مزمدار ویلي، چې د چابهار بندر پراختیا د ایران او هند ګډې ګټې منعکسوي.
دغه چارواکي زیاته کړې، چې دغه بندر د بشري مرستو په رسولو کې د سیمې لپاره مهم ثابت شوی.
د هغه په وینا، د کرونا وبا پرمهال د دغه بندر له لارې افغانستان ته ګڼ مرسته شوي توکي لېږدول شوي وو.
له بل پلوه د ټرمپ پخوانۍ ادارې په ۲۰۱۸ کال کې چابهار د امریکا له بندیزونو معاف کړی و او په افغانستان کې یې د دغه بندر رول مهم یاد کړی و.