طالبانو له یوه ترکي شرکت سره د کندهار د درې نور د مرمرو ډبرو یوې پروژې تړون لاسليک کړ

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدايت‌الله بدري نن (د سلواغې ۲۳مه نېټه) د «امي اوغلو» په نامه له یوه ترکي شرکت سره د کندهار د درې نور د مرمر ډبرو پروژې تړون لاسليک کړ.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې ویلي، چې د دوی د بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې د مرمرو کانونو ګڼ شمېر تړونونه لاسلیک شوي دي.
د هغه په وینا، اوس‌مهال د دغو تړونونو چارې په پوره روڼتیا او چټکتیا سره روانې دي.
هغه وایي، دغه شرکت به د مرمرو ډبرو د استخراج، اکتشاف او پروسس په برخه کې ۶.۲ مېلیونه امریکایي ډالره پانګونه وکړي او د خپلو ژمنو له مخې به دغه چارې په معیاري توګه ترسره کړي.
هغه زیاته کړې، چې د دغه تړون په لاسلیکولو سره به په سلګونه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې تر ډېره بریده د کانونو پر کېندنو تکیه کړې ده.
تازه د ناڅرګندو هېکرانو یوې ډلې «طالب لیکس» له‌خوا د طالبانو د افشا شویو سندونو پربنسټ، د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې یوازې په یوه میاشت کې له پنځه سوه ټنه څخه زیات د مرمر ډبرې استخراج شوې دي.
د دغو سندونو له مخې، د مرمر ډبرو د استخراج دغه شمېره یوازې په یوې ولسوالۍ کې ښودل شوې، چې ښیي په ټول هېواد کې د ګران بیه ډبرو استخراج په پراخه توګه په چټکۍ سره روان دی او دا اندېښنې هم راپورته کوي، چې دغه لړۍ له فساده ډکه ده.
راپورونه کاږي، چې د کانونو په برخه کې طالبان په زیات شمېر تړونونو کې په مستقیم ډول ونډه لري او د دوی عایداتي سرچینې بلل کېږي.