سرچینې: د کابل سرینا هوټل د نوي قرارداد په پروسه کې درغلي شوې
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/59098f0645a4001c01e5c49193f799faa949c856-992x558.png?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
دکابل سرینا هوټل، چې اوس د کابل هوټل په نوم یادیږي، د قراردادپه بهیر کې د طالبانو د دولتي شرکتونو لوی ریاست په درغلۍ تورن شوی. ددغه ریاست یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه قرارداد په داسې حال کې سندریلا شرکت ته ورکړل شوی، چې د هوټلدارۍ په صنعت کې هېڅ تجربه نه لري.
د طالبانو ددولتي شرکتونو د ریاست د سرچینو په وینا، د دغه قرارداد پروسه شفافه نه ده ترسره شوې او داسې ادعاوې شته چې د یاد ریاست د دفتر رییس مفتي محمد سلیم حقاني دغه قرارداد د ونډې پر اساس سندریلا شرکت ته ورکړی.
د سرچینې د ادعا له مخې، د امارتي[دولتي] شرکتونو لوی ریاست د دفتر ریيس له هر شرکت څخه «شخصي سهم» غواړي او که یې ترلاسه نه کړي، د قرارداد د عملي کولو مخه نیسي. سرچینه زیاتوی، « د دې چارې له امله یوازې هغه شرکتونه چې د مفتي سليم شخصي ګټې تضمین کړي، پرمختګ کولای شي حال دا چې نور تجربه لرونکي شرکتونه د بازار له رقابته بې برخې کېږي».
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/0753d8e6863da29cede5d34f4fba7b43af0d0ef0-1600x976.jpg?rect=0,38,1600,900&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي اسناد ښيي، چې د سندریلا د پانګونې کچه ۳۵۰ میلیونه افغانۍ، له ناخالصو عوایدو د دولتي شرکت ونډه ۲۵ سلنه او له خالصو عوایدو ۴۰ سلنه ده. خو پر وړاندې یې د ادې ګروپ پانګونه ۵۵ میلیونه او له خالصو عوایدو د دولتي شرکت ونډه ۵۳ سلنه، د ابراهیم خلیل ۵۶۰ میلیونه پانګونه او د دولتي شرکت ونډه ۵۲سلنه، افغان کمپاونډ سپورټ سرویسز پانګونه له ۷۰۰ میلیونو تر یو میلیارد افغانیو او له خالصو عوایدو د دولتي شرکت ونډه ۴۹ سلنه ده، خو له تجربو، لوړې کچې پانګونې سره سره دغه قرارداد سندریلا ته په کمې پانګونې او ۴۰ سلنه ونډې ورکړل شوی.
د طالبانو د دولتي شرکتونو لوی ریاست یوه کارکوونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل، « محمد سلیم حقاني، چې مخکې د بيمې د رياست مشر و، د بيمې سکتور د کمزورۍ عامل ګڼل کیږي، اوس، چې د امارتي شرکتونو د لوی ریاست دفتر رییس دی، هڅه کوي دولتي او خصوصي قراردادونه د خپلو شخصي ګټو لپاره کنټرول کړي.»
سلیم حقاني، سندریلا شرکت او د طالبانو د دولتي شرکتونو لوی ریاست ددغو ادعاوو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
یاد قرارداد، چې د فبرورۍ په لومړۍ نېټه نافذ شوی، د کابل سرینا هوټل د شل کلن قرارداد له پای ته رسېدو وروسته لاسلیک شوی. د سندریلا ساختماني شرکت، چې یو افغان-جرمنی شرکت دی، ویلي، د هوټل مدیریت لپاره یې لس کلن قرارداد لاسلیک کړی، خو د مالي شرایطو جزئیات یې نه دي څرګند کړي.
د یاد شرکت رییس هارون عظیم فرانس پرېس ته په یوه مرکه کې وویل، چې دا معامله د سرینا هوټل د مخکیني قرارداد تر پای ته رسېدو وروسته لاسلیک شوې ده. نوموړي ویلي، چې سندریلا شرکت له شلو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعال دی او د سړکونو جوړولو او کانونو په سکتور کې یې کار کړی دی.