ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی:روسیه د ډیپلوماتیکو اړیکو لپاره د امریکا اشارې ته په تمه ده

د رویټرز خبري اژانس، د خبر له مخې په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نیبنزیا ویلي، چې روسیه له واشنګټن څخه له مسکو سره اړیکو ته سترګې په لاره ده. واسیلي، دا خبرې له روسي رسنۍ سره کړي، او زیاته کړې یې ده چې د ملګرو ملتونو لپاره د واشنګټن له ماموریت څخه د ښو اړیکو تمه لري.

واسیلي نیبنزیا دا څرګندونې، وروسته له هغې کړي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، هغه باور لري چې متحده ایالات د اوکراین د جګړې په اړه له روسیې سره په خبرو اترو کې پرمختګ کوي.

ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د وروستیو خبرو په اړه هیڅ جزیات نه وو روښانه کړي، خو زیاته کړې یې وه چې هغه د نورو خبرو تمه لري.

نیبنزیا د روسیې دولتي اژانس ته ویلي: «مونږ د اړیکو لپاره خپله غېږ خلاصه کړې روسیه چمتو ده چې د اوکراین په اړه له متحده ایالاتو سره په مساوي ډول او د یوې اړتیا په توګه خبرې اترې وکړي».

دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې د واشنګټن او مسکو ترمنځ په اړیکو کې ترینګلتیا موجوده ده، چې دواړه خواوې یو بل د حساسو مذاکراتو په ځنډولو تورنوي.

د واسیلي، څرګندونې ښیي چې روسیه د خبرو اترو لپاره چمتو ده، خو په خبره یې، په دې شرط چې متحده ایالات په ښه نیت سره د خبرو لپاره خپله لیوالتیا وښيي.

لکه څنګه چې نړۍوال څارونکي وضعیت له نږدې څاري، د بیا خبرو اترو امکان کولی شي د دواړو قدرتونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو او ښه اړیکو لپاره لاره هواره کړي.