ټرمپ حماس ته: که تر شنبې ټول یرغمل شوي کسان خوشې نه شي، د غزې اوربند به پای ته ورسوو
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/2044cf83c436dc0d1368bd2a6c60e11669710b69-700x400.jpg?rect=0,3,700,394&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ حماس ته خبرداری ورکړی، وايي که چېرې ټول یرغمل شوي کسان د شنبې تر ورځې خوشې نه شي؛ نو د غزې اوربند به پای ته ورسوي. دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې حماس د یرغمل شویو کسانو خوشې کول تر نامعلومې مودې وځنډول.
حماس ویلي و، چې د یرغمل شویو کسانو خوشې کول د غزې د اوربند له تړونه د اسراییل د سرغړونو له امله تر نامعلومې مودې پورې ځنډوي.
د حماس د دغې پرېکړې په غبرګون کې ټرمپ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، که د شنبې په ورځ د غرمې تر ۱۲ بجو پورې ټول اسراییلي یرغمل خوشې نه شي؛ نو وضعیت به له کنټروله ووځي.
د هغه په وینا: «که ټول یرغمل شوي کسان د شنبې په ورځ د غرمې تر ۱۲ بجو پورې خوشې نه شي؛ نو زه به د اوربند د لغوه کولو غوښتنه وکړم او بیا به هرڅه پای ته ورسېږي.»
نوموړي د فلسطیني کډوالو په اړه ویلي، که اردن او مصر کډوال ونه مني؛ نو دوی کولی شي دغو دواړو هېوادونو ته مرستې ودروي.
هفه ویلي، چې د «غزې مالکیت» لپاره د نوموړي د پلان په چوکاټ کې بې ځایه شوي او د سیمې اوسېدونکي هلته د بېرته ستنېدو حق نه لري.
د هغه په وینا، دغه سیمه به د نوموړي لپاره د «املاکو جوړونې» یوه پروژه وي او د غزې خلک به د خپلې خاورې له پرېښودو پرته بله لار ونه لري.
په دې تړاو په اسلام اباد کې د طالبانو د تېرې دورې سفیر عبدالسلام ضعیف ویلي، که ټرمپ په رېښتیا غواړي چې په منځني ختیځ کې امن راشي؛ نو د فلسطیانو بې ځایه کول یې د حل لاره نه ده.
هغه پر اېکس پاڼه کاږلي: «ټرمپ دې د فلسطین له خاورې اسراییل “د سرطان دانه” لرې کړي. کوم چې د دغې سیمې د اوسېدونکو سره په مذهبي، کلتوري او ژبني توګه هیځ تړاو نه لري.»