د کډوالو ملاتړو سازمانونو د ټرمپ له حکومت څخه محکمې ته شکایت وکړ
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/425aba0c242591afbde6da978cb7e6fb4380d70c-992x558.jpg?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د افغانانو او د یو شمېر نورو هېوادونو د کډوالو ملاتړو سازمانونو د دوشنبې په ورځ یوې محکمې ته د ټرمپ د ادارې له خوا د کډوالو د منلو د پروګرام د ځنډولو په اړه شکایت وکړ.
د دې شکایت پر بنسټ، د بیا مېشتېدنې د ځنډولو حکم کډوال او د هغوی کورنیو ته نه جبرانېدونکی زیان رسوي.
دغه سازمانونه په داسې حال کې د ټرمپ د دې پرېکړې په تړاو شکایت کوي، چې اوسمهال لږ تر لږه ۱۶۶۰ افغان کډوال چې ټاکل شوې وه، له پاکستانه متحده ایالاتو ته ولېږدول شي، بې برخلیکه پاتې دي.
یاد شمېر افغانان د پناه غوښتونکو د منلو د ځنډولو په اړه د ټرمپ د حکم له امله له پاکستان څخه د اېستلو له ګواښ سره مخامخ دي.
د کډوالو ملاتړو سازمانونو په خپل شکایت کې ویلي، چې ټرمپ په ناڅاپه توګه د پروګرام په ځنډولو او د هغو کډوالو لپاره چې په متحده ایالاتو کې اوسېدلي دي د تمویل په بندولو سره له خپل واک څخه سرغړونه کړې.
دوی له محکمې څخه وغوښتل: "د امریکا مهم او تاریخي دود د هغو خلکو د ساتنې او مرستې لپاره بېرته راولي چې له ځورونې تښتېدلي دي."
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په ۲۰مه د خپلې دورې په لومړۍ ورځ د افغان کډوالو او نورو هېوادونو د مېشتېدو پروګرام د ۹۰ ورځو لپاره وځنډاوه.
هغه په خپل حکم کې ویلي چې داخلې پروګرام باید وڅېړل شي ترڅو پناه غوښتونکي په سمه توګه په امریکایي ټولنه کې مدغم شي او د مالیه ورکونکو پیسې ضایع نه شي.
په ورته وخت کې، د هغه مرستیال جی ډي ویسن وویل، د دې اړتیا شته چې ډاډ ترلاسه شي چې پناه غوښتونکي په سمه توګه د امنیتي تصفیې لپاره معاینه شوي.