ایراني رسنۍ: د ایران پوله ساتو ځواکونو له افغانستان سره په پوله ۲۵۰ افغانان ژغورلي دي

د ایران دولتي رسنۍ اېرنا خبر ورکړی، چې د ایران پوله ساتو ځواکونو له افغانستان سره پر پوله له درنې واورې او توپان څخه‏ ۲۵۰ افغانان ژغورلي دي. ایراني چارواکو ویلي، چې دغه کډوال له افغانستان څخه ایران ته ور اوښتل چې په واورو کې ایسار پاتې شوي وو.

دغه اژانس پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د ایران او افغانستان پر پوله د دغه هېواد په شمال ختیځ کې د پوله ساتو ځواکونو له‌خوا په واورې او سخت توپان کې بند پاتې ۲۵۰ ناقانونه افغان کډوال ژغورل شوي دي.
له بل پلوه د ایران د خراسان رضوي ولایت د تایباد څارنوال بیا ویلي، دغو افغانانو هڅه کوله چې په ناقانونه توګه ایران ته ننوځي.
ښاغلي حجت صدیقي ویلي، افغان کډوال د ایران خاورې ته د ننوتلو پر مهال په درنو واورو کې بند پاتې وو چې د امنیتي ځواکونو له‌خوا وژغورل شول.
نوموړی وایي، چې دغه کډوال د روغتیایي پاملرنې د ترلاسه کولو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
د هغه په وینا، د روان کال له پیله شاوخوا ۴۰۰زره افغان کډوال د دوغارون له لارې په ناقانونه توګه ایران ته د ننوتو پرمهال د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوي او بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.