د جرمونو نړيوالې محکمې پر کریم خان د ټرمپ بندیزونه وغندل
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/0074278cad2dc3e4d7a2f68f777920d8f7e5b566-5000x3325.png?rect=0,257,5000,2813&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د جرمونو نړيوالې محکمې د امریکا له لوري د محکمې پر لوی څارنوال کریم خان لیګدلي بندیزونه غندلي دي. سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ تایید کړه، چې د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان یې تحریم کړی دی.
د جرمونو نړيوالې محکمې نن سې شنبه « د سلواغې ۲۳مه» د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د دې محکمې پر لوی څارنوال کریم خان لګېدلو بندیزونو ته غبرګون ښودلی.
یاده محکمه وايي، « محکمه ژمنه کوي چې د ظلمونو او د میلیونونو بې ګناه قربانیانو په ګټه به خپل قضایي ماموریت ته دوام ورکړي.»
د جرمونو نړیوالې محکمې له خپلو ۱۲۵ غړو هېوادونو، مدني ټولنې او د نړۍ له ټولو ملتونو غوښتي، چې د نړیوال عدالت لپاره سره متحد شي.
د ټرمپ د حکم له مخې، کریم خان او د هغه کورنۍ ته اجازه نشته چې امریکا ته سفر وکړي او په امریکا کې د دوی ملکیتونه او بانکي حسابونه ضبط شوي دي.
سپینې ماڼۍ د جرمونو نړیوالې محکمې د څارنوال له خوا د متحده ایالاتو او اسراییل پر وړاندې تورونه "غیر قانوني او بې اساسه" وبلل.
رویټرز درې ورځې وړاندې راپور ورکړ، چې کریم خان د امریکا د بندیزونو په لیست کې شامل شوی دی.
د یادې محکمې لوی څارنوال مخکې ویلي و چې د امریکا بندیزونه به د محکمې پریکړه بدله نه کړي او هیڅوک له قانون څخه پورته نه دي.
بلې خوا، د ټرمپ امریکایي منتقدینو هم خبرداری ورکړ، چې دا بندیزونه به د جنګي جرمونو قربانیانو لپاره عدالت ته د هغوی لاسرسی نور هم ستونزمن کړي.
کریم خان لا دمخه د طالبانو د مشر هبت الله او د دې ډلې د قاضي القضات د نیولو امر صادر کړی دی، خو امریکا په رسمي ډول د دې غوښتنې ملاتړ نه دی کړی.