د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونه: طالبان د تعرفو کمول او ترجيحي سوداګري نه غواړي

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې رییس وایي، د ګمرکې عوایدو او کورنيو تولیداتو د ملاتړ پاليسيو اړوند د طالبانو اړتیا ته په پام دغه ډله د تعرفو کمول او ترجيحي سوداګري نه غواړي. محمود سیادت وايي، په نږدې راتلونکي کې د دا ډول سوداګرۍ پلي کول امکان نه لري.

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس محمود سیادت د سه شنبې په ورځ د ایران د کارګرانو خبري اژانس (ايلنا) ته وویل، چې د ګمرکونو پر عوایدو د طالبانو انحصار د ترجيحي سوداګرۍ مخه نيسي.

نوموړي ويلي، چې له کابل سره د تهران ترجيحي سوداګري لا نه ده عملي شوې او په دې برخه کې له طالبانو سره خبرې روانې دي.

په ترجیحي سوداګرۍ ګې یو هېواد یا د هېوادونو یوه ډله یو بل ته ځانګړي شرایط وړاندې کوي چې د دوی ترمنځ سوداګري اسانه شي. دغه ځانګړي شرایط ډېری د تعرفو کمول، د سوداګریزو خنډونو لرې کول یا بازارونو ته اسانه لاسرسی ممکن کول دي.

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې رییس وويل، چې سږ کال افغانستان ته د ایران صادرات د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه ډېر شوي دي.

سیادت دغه راز ایران ته د افغاني پنبې د وارداتو پر وړاندې د خنډونو لرې کولو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې له افغانستان نه ایران ته د پنبې واردات هم پام وړ زیات شوي دي.

نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې ایران هڅه کوي له افغانستان څخه د څارویو د واردولو بهیر پیاوړی کړي.

سادات ټینګار وکړ: «د څارونکو بنسټونو متضاد سیاستونه له سرحدي ترمینلونو څخه د مالونو په تګ راتګ کې ستونزې رامینځته کوي او د مالونو په لېږد کې د ځنډ لامل کیږي چې د ایران او افغانستان سوداګرۍ ته جدي زیان رسولی شي.»

افغانستان ته د ایران عمده صادرات خوراکي، نفتي او ودانیز توکي دي.