د ترکیې ولسمشر سبا پاکستان ته ځي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/fcec108212afa8c8f8cb98d3370901556a9ec735-3528x2352.png?rect=0,184,3528,1985&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په بلنه د چهارشنبې په ورځ پاکستان ته په دوه ورځني سفر لاړ شي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي،اردوغان به د وزیرانو او سوداګریزو شرکتونو د مشرانو په ګډون د یوه پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته لاړ شي.
د پاکستان دولتي راډیو ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکلي چې د سفر په جریان کې به شهباز شریف او اردوغان د پاکستان-ترکیې د ستراتیژیکو همکاریو شورا د اوومې غونډې ګډه مشري وکړي.
تمه کیږي چې د غونډې په پای کې یوه ګډه اعلامیه او یو شمیر مهم تړونونه او تفاهم لیکونه لاسلیک شي.
دواړه مشران به ګډ مطبوعاتي کنفرانس ته هم وینا وکړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او ولسمشر اصف علي زرداري سره دوه اړخیزې غونډې هم ولري.
د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره یوځای به هغه د پاکستان-ترکیې د سوداګرۍ او پانګونې فورم ته وینا وکړي، چې د دواړو خواوو مخکښ پانګوال، شرکتونه او سوداګر به پکې برخه ولري.
د پاکستان راډیو د خبر له مخې، د لوړې کچې ستراتیژیکو همکاریو شورا لاندې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ، پانګونې، بانکدارۍ، مالیې، کلتور، ګرځندوی، انرژي، دفاع، کرنې، ټرانسپورټ، مخابراتو، معلوماتي ټکنالوژۍ، روغتیا، ساینس او ټېکنالوژۍ او تعلیم سکتورونه کار کوي.
تر اوسه پورې د دواړو هېوادونو د ستراتیژیکې همکارۍ شورا شپږ غونډې ترسره شوې دي.
وروستۍ غونډه د ۲۰۲۰ کال د فبروري پر ۱۳مه او ۱۴مه په اسلام اباد کې ترسره شوه.