د اریزونا په سکاټسډیل هوايي ډګر کې د دوو جیټ الوتکو په ټکر کې یو تن مړ او څلور ټپیان شول

د امریکا فدرالي هوايي چلند ادارې ویلي، د اریزونا په سکاټسډیل هوايي ډګر کې یوه جیټ الوتکه له ځغاستلېکې څخه وتلې او له بلې جیټ الوتکې سره ټکر شوې، چې له امله یو کس مړ شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا، د لیرجیټ بمبار ۳۵-A الوتکه او ګلف سټریم ۲۱۰۰ سوداګریزې جیټ الوتکې ترمنځ د ټکر لامل د د کیناستو ارابه کې نیمګړتیا ښودل شوی.

د سکاټسډیل د اور وژنې له څانګې څخه ډیو فولیو د دوشنبې په ماښام په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د الوتکې د ټکر په وخت کې یو مساپر مړ شو او د ژغورنې کارکوونکي یې د الوتکې له ټوټود جسد د را ایستلو لپاره کار کوي.

هغه وويل، دوه نور کسان په جدي حالت کې روغتیايي مرکزونو ته وړل شوي، او یو بل کس سیمه ییز روغتون ته وړل شوی دی. د پېښې په ځای کې څلورم کس له روغتیايي پاملرنې څخه انکار وکړ.

له دې پېښې وروسته، د اریزونا په ماریکوپا کې موقعیت لرونکي هوايي ډګر کې ټولې الوتنې وځنډول شوې.