د امریکا د استازو جرګې جمهوريغوښتونکي غړي د افغان کډوالو د لېږد لپاره لابي کوي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/9db15aa5ac1dd854fd5dfd0898719b28dfcd39ad-1200x675.jpg?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د امریکا د استازو جرګه کې د کولوراډو استازي ویلي، چې یو شمېر جمهوري غوښتونکي استازي په شخصي توګه د ډونالډ ټرمپ له حکومت سره د افغان کډوالو د لېږد لپاره لابي کوي.
د امریکا د جمهوريغوښتونکو یوه قانونجوړونکي د «ناټس وېپپاڼې» ته ویلي، چې د استازو جرګې یو شمېر غړو له سپینې ماڼۍ سره اړیکه نیولې، څو په افغانستان کې د خپلو پخوانیو افغان همکارانو د برخلیک موضوع مطرح کړي.
وروسته تر دې چې د امریکا ولسمشر د سوېلي افریقا له سپينپوستو سره د «هغوی حکومت د تبعیض» له امله د کډوالۍ له بهیر څخه ملاتړ وکړ، په استازو جرګه کې یو شمېر جمهوريغوښتونکو او ډېموکراټانو د افغانانو په ګډون د بېلابېلو ډلو لپاره د ډونالډ ټرمپ د پام را اړولو په هڅه کې دي.
د امریکا د استازو جرګې غړو د پاکستان په څېر هېوادونو کې د دغو کډوالو د ناوړه وضعیت په تړاو غږېدلي او ځینو یې ویلي، چې د هغوی نه بیامېشتېدل به د متحدهایالاتو باور ته زیان ورسوي.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مخکېني مشر مایکل مکال تېره ورځ له ټرمپ څخه غوښتي، چې د پخوانیو افغان همکارانو لپاره د کډوالۍ بهیر د ځنډېدو فرمان لغوه کړي. نوموړي زیاته کړې: «موږ له هغوی سره ژمنه کړې وه چې ساتنه به يې کوو.»
د جورجیا استازي مککُرمیګ ناټس ته ویلي، هغه هم غواړي چې متحدهایالات له کډوالو سره پر خپلې ژمنې عمل وکړي.
د جمهوريغوښتونکو یوه استازي یادې وېبپاڼې ته ویلي، چې هغه او همکارانو یې له سپينې ماڼې سره اړیکه نیولې، څو د افغان کډوالو موضوع مطرح کړي.
نوموړي زیاته کړې، د امريکا د ملي امنيت شورا سلاکار چې په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې جنګېدلی، له ډېرو هغو افغان کډوالو سره نږدې عاطفي اړيکې لري، چې په دغه هېواد کې يې له امريکايي پوځ سره همکارې کړې ده.
دغه قانونجوړونکی هڅه کوي، چې د ټرمپ او همداراز د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار مایک والټز پام ځانته راواړوي.
جمهوريغوښتونکي هیلهمن دي، چې د امریکا حکومت قانع کړي څو خپل پخواني افغان همکاران دغه هېواد ته ولېږدوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل ولسمشرۍ د دویمې دورې په لومړۍ ورځ د یو اجراییوي فرمان په لاسلیکولو سره د افغان کډوالو د بیامېشتېدنې پروګرام وځنډاوه چې له امله یې په درېیمو هېوادونو په ځانکړې توګه پاکستان کې مېشت افغان کډوال سخت اندېښمن کړي دي.