ټرمپ: پر ایران د «دوزخي بمبارۍ» پر ځای اټومي تړون غوره ګڼم
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/25b741d45e5fa478d2ce8f546a4171bb43f7bd06-700x453.jpg?rect=0,30,700,394&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ د نیویارک ټایم سره په یوه مرکه کې وویل، چې هغه د "دوزخي بمبارۍ" پر ځای له ایران سره اټومي تړون غوره ګني او زیاته کړې یې ده؛ که کومه هوکړه وشي نو اسراییل به پر ایران برید ونهکړي.
ټرمپ ویلي:« زه غواړم له ایران سره د اټومي پروګرام په اړه یوې هوکړې ته ورسېږم. زه دا د دوزخي بمبارۍ پرتله غوره ګڼم.»
هغه وړاندوېنه وکړه:« که موږ دغه معامله کړې وای، اسراییل به پر ایران بمباري نه وه کړې.»
تېره اونۍ د امریکا ولسمشر ټرمپ دغه خبره رد کړه، چې ګوندې امریکا او اسراییل پر ایران د پوځي برید پلان لري او پرځای یې ویلي و، چې هغه غواړي له تهران سره یو نوی اټومي تړون لاسلیک کړي او د دغه احتمالي تړون لپاره باید په سملاسي توګه کار پیل شي.
د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې د ایران مشر ایت الله خامنهیي اعلان وکړ، چې له امریکا سره به خبرې اترې ونه کړي او ویلي یې دي چې له امریکا سره خبرې اترې به هوښیارانه او د درناوي وړ نه وي.
دغه ایراني مشر زیاته کړې:« د خبرو اترو د ردولو لامل دا دی، چې زموږ تجربه موږ ته دا ښودلې چې ایران په تېرو وختونو کې ډېری امتیازات ورکړي و؛ خو متحده ایالاتو دغه تړونونه مات کړي وو. له داسې حکومت سره باید هیڅ ډول خبرې اترې ونشي.»
نوموړي ویلي، که امریکا د ایران امنیت له ګواښ سره مخ کړي؛ نو دوی به یې هم امنیت له ګواښ سره مخ کړي.