د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د غزې تړانګې په اړه د ټرمپ پلان غندلی دی
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/45b3c044e50e9416383f673f9f546dbc391477b8-1024x575.jpg?rect=1,0,1022,575&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د غزې په اړه د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي، چې د غزې په اړه د ټرمپ پلان د منل شویو حقېقتونو سره ښکاره ټکر او د سعودي عربستان د حاکمیت نقض دی.
د تېرې سې شنبې په ورځ ټرمپ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په سپینې ماڼۍ کې په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل، چې متحده ایالات به د غزې تړانګه تر لاسه کړي او په دې سیمه کې به مېشت فلسطینیان په نورو هېوادونو کې مېشت کړي، ترڅو غزه د منځنۍ ختیځ په ترټولو ښایسته سیاحتي سیمه بدله کړي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي:« د اسراييلي اشغالګر رژيم د مشر بنيامين نتنياهو له لوري د خپلواك فلسطيني دولت له جوړېدو انكار او پر دې ټينګار چې فلسطينيان دې د سعودي عربستان پر قلمرو خپل دولت جوړ كړي، په كلكو ټكو غندي او دا مسله ناشونې او له منل شویو حقيقتونو سره جوت ټكر او د سعودي عربستان د حاكميت نقض بولي».
په دغه اعلامیه کې د نتنیاهو څرګندونې د نړۍ منل شویو نورمونو ته سپکاوی او د فلسطینیانو له مشروع حق څخه ښکاره سرغړونه بلل شوې ده.
د طالبانو د بهرینو چارو وزارت په دغه اعلامیه کې زیاته شوې: «فلسطین د فلسطینیانو خاوره ده او تر هغې چې اشغال دوام کوي او د فلسطیني ولس حقونه نقض کېږي، غزه او سیمه به ناارامه وي او دا وضعیت د هېچا په ګټه نه دی.»
د غزې تړانګې په تړاو د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ تمه لري، چې په دغه پلان کې د عربي هېوادنو همکاري تر لاسه کړي، خو له وړاندې عربي هېوادونو دغه پلان رد کړی دی.
همدا ډول د متحده ایالاتو او اسراییل لوېدیځو همغږو هېوادونو هم له دې کار سره مخالفت ښودلی دی.