امیر خان متقي: له نړیوالو سره مثبت تعامل او پر متقابل احترام ولاړو اړیکو ته هرکلی کوو
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/70636bf5881f178ef0ff0feda6decb79bf4bc4d8-1920x1294.jpg?rect=0,107,1920,1080&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په حواله ویلي چې له نړیوالو سره مثبت تعامل او پر متقابل احترام د ولاړو اړیکو هرکلی کوي. په خبرپاڼه کې راغلي چې متقي دا څرکندونې په کابل کې د ناروې شارژدافیر پير البرټ الساس سره په لیدنه کې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن دوشنبې «د سلواغې ۲۲مه» په اېکسپاڼه کې د خبرپاڼې خبرولو سره لیکلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر پير البرټ الساس سره په کابل کې لیدلي دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیاسي، اقتصادي او بشري موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
امیر خان متقي:« په افغانستان کې د رامنځته شو فرصتونو د رامنځته کېدو یادونه وکړه او څرگنده یې کړه چې له نړیوالو سره مثبت تعامل او پر متقابل احترام ولاړو اړیکو ته هرکلی وايي، د سیمې او نړۍ هېوادونه دې له افغانانو سره د اقتصادي ودې او پراختیایي چارو په برخه کې ښکېلتیا رامنځ ته کړي.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ناروې شارزدافیر په حواله لیکلي چې نوموړي په خپلو خبرو کې د افغانستان امنیتي وضعیت ښه او له نشه یي توکو سره د افغان حکومت مبارزه مؤثره وبلله، څرگنده یې کړه چې ناروې به له افغانستان سره خپلې ښکېلتیا ته دوام ورکوي او فعالیتونه به یې ادامه پیدا کوي.
د خبرپاڼه په پای کې لیکل شوي چې د ناستې په پای کي د مثبت تعامل پر اړتیا گډ بحث او خبرې وشوې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو لاپراختیا ته هیله مندي وښودل شوه.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له واکمنۍ نژدې څلور کاله تېریږي خو ددې ډلې واکمنۍ تر دې دمه کوم هېواد په رسمیت نه پېژني او زیاتره غربي ډېپلوماټان د قطر له پلازمینې دوحې څخه خپلې چارې پرمخ وړي.