په تاجکستان کې د روسیې سفیر: روسیې او تاجکستان ته له افغانستان نه ګډ ګواښونه متوجه دي

په تاجکستان کې د روسیې سفیر سیمیون ګریګورییف تاس اژانس ته ویلي چې مسکو او دوشنبه درک کوي چې له افغانستان څخه مشترک ګواښونه ورته متوجه دي او د سیمې د ثبات لپاره ګډې همکارۍ جاري ساتي.

ګریګورییف وویل، « مسکو او دوشنبه پر دې پوهېږي چې له افغانستان څخه را ولاړېدونکي ګډ امنیتي ګواښونه څه دي او د دغو ګواښونو پر وړاندې ګډ اقدامات کوي».

سفیر زیاتوي چې د افغانستان پیچلي وضعیت او په شمالي ولایتونو کې د نړیوالو ترهګرو ډلو د فعالیتونو زیاتوالي ته په کتو، له تاجکستان سره همکاري د منځنۍ اسیا د ثبات لپاره مهمه مساله ده.

د ۲۰۲۴کال په اکتوبر میاشت کې د تاجکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر صادق امامي وویل چې د تاجکستان-روسیې امنیتي همکاري تر ډېره د افغانستان د امنیتي وضعیت پر موضوع متمرکزه ده.

هغه وویل چې په افغانستان کې روان وضعیت ډېر متضاد دی او د مذهبي افراطیت نظریه د سیمې د امنیتي وضعیت په خرابېدو کې مهم رول لري.

په منځنۍ اسیا کې تاجکستان له افغانستان سره تر ټولو اوږده پوله لري، چې ۱۳۴۴ کیلومترو ته رسېږي.

په ۲۰۲۱کال کې چې امریکا له افغانستان څخه خپل ځواکونه وایستل، طالبانو د افغانستان کنټرول ترلاسه کړ.

د تاجکستاني چارواکو په وینا، د اسلامي دولت - خراسان څانګه، حزب التحریر، د ختیز ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM)، د پاکستان تحریک طالبان او نورې وسله والې ډلې د افغانستان په خاوره کې فعالې دي، چې د سیمې لپاره جدي امنیتي ګواښونه پېښوي.

د روسیې سفیر دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په دغه هېواد کې د داعش خراسان له بریدونو وروسته مسکو د تاجکستاني وګړو پر تګ او راتګ او کار محدودیتونه لګولي دي. تاجکستان ددغو محدودیتونو له امله څه موده وړاندې سفیر ګریګورییف احضار کړی و.