حماس: د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو بهیر ځنډوو

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د فلسطین حماس ډلې اعلان وکړ چې تر بلې خبرتیا پورې د اسراییلي یرغمل شویو کسانو خوشې کول ځنډوي.

رویټرز خبري اژانس د دوشنبې په ورځ (د فېبرورۍ ۱۰مه) ویلي، چې حماس اسراییل د اوربند هوکړې پر سرغرونې تورن کړی چې له امله یې دا ډله د یرغمل شویو کسانو خوشې کول دروي.
ورته مهال، د اسراییل د دفاع وزیر کاتز د حماس د دې پرېکړې په غبرګون خپلو سرتېرو ته په لوړه کچه د تیارسۍ امر کړی او ویلي یې دي، چې حماس د اوربند له هوکړې سرغړونه کړې ده.
کاتز د اسراییلي پوځیانو ته امر کړی، چې له خپلو خلکو دفاع وکړي.
د حماس د پوځي څانګې ویاند ابو عبیده وویل، چې د جنورۍ په ۱۹مه د اوربند له پلي کېدو راهیسې اسراییل بې‌ځایه شویو فلسطینیانو ته اجازه نه ده ورکړې، چې د غزې په شمال کې خپلو مېنو ته ستانه شي.
نوموړي زیاته کړه، چې اسراییلي پوځیانو د غزې شمال ته د فلسطینیانو د ستنېدو پرمهال پر هغوی ډزې وکړې او سیمې ته یې د خوړو او نورو مرستندویه توکو د رسولو مخه نیولې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو درېیو اونیو راهیسې د حماس او اسراییل ترمنځ اوربند عملي شوی و او دواړو خواوو سلګونه بندیان هم سره تباله کړل.
مرستتندویه بنسټونو هم ویلي و، چې د اوربند له عملي کېدو راهیسې غزې ته د بشرپاله مرستو لېږدول ډېر شوي وو.
د یادونې ده، چې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند یو شرط دا و چې فلسطینيانو ته د ملګرو ملتونو د بشرپاله مرستې ورسېږي.
د اسراییل او حماس ترمنځ د یوې اوږدې او مرګونې جګړې په پایله کې څه باندې ۴۵ زره فلسطینيان وژل شوي او د غزې کابو ۹۰ سلنه وګړي له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.