په لیبیا کې په ډوبه شوې کښتۍ کې لس پاکستاني وګړي مړه شوي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/e3995c7bda9b6ade479f3a5b7d7ab3ac7f98f003-700x400.jpg?rect=0,3,700,394&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د پاکستان جیو نیوز د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکلي، چې په لیبیا کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې لس پاکستاني وګړي مړه شوي دي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په رسمي خبرپاڼه کې یوازې د کښتۍ ډوبېدل مني او زیاتوي په دې کښتۍ کې ۶۵ مساپر سپاره وو.
دغه وزارت نن ویلي چې دا کښتۍ د لیبیا زوایه ښار په شمال کې د مارسا دېلا بندر ته نژدې ډوبه شوې ده.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه مې زیاتوي چې په دغه پېښه کې د مرګ ژوبلې او د پاکستاني وګړو د مړه کېدو په تړاو یې څېړنې روانې دي او په دې اړه د ژغورنې ټیمونو سره په تماس کې دي.
دوی خبرپاڼه کې لیکلي:« طرابلس کې د پاکستان سفارت سمدلاسه د زاویه روغتون ته یوه ډله لیږلې ترڅو د مړو په پیژندلو کې له ځایی چارواکو سره مرسته وکړي. سفارت هم هڅه کوي چې د پاکستاني متاثرینو نور جزییات معلوم کړي.»
جیو نیوز د یوې بهرنۍ خبري ادارې په حواله ویلي ، چې د مارسا دېلا بندر ته څېرمه د کډوالو د یوې کښتۍ تر ډوبېدو وروسته ۱۰ مړي موندل شوي دي.
د لیبیا د سرې میاشتې ټولنې په وینا، د کډوالو مړي د پنجشنبې په ورځ د زاویه ښار د مارسا دېلا له بندر ترلاسه شوي دي.
د کډوالو مړي د قانوني اقداماتو لپاره سیمه ییزو چارواکو ته سپارل شوي دي.
د لیبیا د رسنیو په وینا، سره صلیب د کښتۍ د ډوبېدو لامل یا د مسافرو هویت نه دی په ډاګه کړی.