فایق: طالبان د خپل دوه ګوني سیاست سره د افغانستان د منزوي کولو په هڅه کې دي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق وایي، چې طالبان خپل دوه ګوني سیاست ته د «اسلام او د شریعت قوانینو» د نوم په کارولو سره چې اصلآ اسلامي سرچینه نلري؛ د افغانستان د «منزوي کولو» په هڅه کې دي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۲مه) پر اېکس پاڼه کاږلي، طالبان هڅه کوي چې د تبعیضي پالیسیو له لارې خپل واک پیاوړی کړي.
هغه لیکلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ نږدې څلور کاله تېرېږي؛ خو په دې موده کې د افغانستان خلکو او نړۍ ته دا ثابته شوې، چې د طالبانو او د هغوی د مشرتابه پالیسۍ د افغانستان د خلکو او ملي ګټو په اړه او په ځانګړې توګه د افغانستان د ښځو او نجونو، عدالت، د قانون حاکمیت او د خلکو د ارادې پر بنسټ د یو ټولګډونه حکومت د جوړولو هڅې ناکامې وې او داسې ښکاري، چې د افغانستان د خلکو لپاره د سولې، ټیکاو او تلپاتې سوکالۍ د تضمین لپاره د دغې ډلې هیڅ اراده نشته.
ښاغلي فایق زیاته کړې:« طالبان هم د قومي او سیاسي مفسدو ټیکه دارانو په څېر د خپلو شخصي موخو په لټه کې دي. دوی د بهرنیو عواملو امرونه مني او یوازې د څو ودونو په کولو بوخت دي.»