د چینایي وګړو د اتحادیې مشرې له طالب چارواکي سره پټ مخ کتلي

په افغانستان کې د چینایي وګړو د اتحادیې مشرې "مونگ شیاولي" د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له معین سره په داسې حال کې کتلي، چې خولې او پوزې ته یې ټکری نیولی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، چې د چینايي وګړو اتحادیې مشرې د دې ډلې د سوداګرۍ وزارت له معین سره په افغانستان کې د چین خصوصي سکتور د پانګونې او سوداګریزو چارو د لا ښې همغږۍ په موخه کتلي دي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې «په دې کتنه کې د پانګونې چارو، سوداګرۍ او چینایي پانګوالو او سوداګرو ته د افغانستان د ویزو په ورکړه کې د لا ښې همغږۍ په تړاو خبرې اترې وشوې».

خبرپاڼه وايي، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوی احمدالله زاهد د لا زیاتې همغږۍ او په افغانستان کې د چین د سوداګریزو او پانګونې فعالیتونو د چټکتیا په تړاو له مونګ شیاولي سره خپلې مشورې شریکې کړې دي.

ملي ټلویزیون ددې ناستې د خبر په انځور کې د مونګ شیاولي انځور لرې کړی او یوازې د معین او ژباړن انځور یې خپور کړی دی.
ملي ټلویزیون ددې ناستې د خبر په انځور کې د مونګ شیاولي انځور لرې کړی او یوازې د معین او ژباړن انځور یې خپور کړی دی.

ددې ناستې په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې د طالبانو دغه چارواکی تر نوموړې ډېر د هغې ژباړن ته ځیر دی.

مونګ شیاولي ظاهرا له ښځو سره د طالبانو د حساسیتونو په خاطر پر سر څادر اچولی او خپلې خولې او پوزې ته یې د څادر پیڅکه نیولې.

د طالبانو په واک کې ملي ټلویزیون ددې ناستې د خبر په انځور کې د مونګ شیاولي انځور لرې کړی او یوازې د معین او ژباړن انځور یې خپور کړی دی.