د ودونو تالارونه؛ د کابل په تپو او دودجنو شپو کې یوازیني ګرانبیه راڼه ځایونه
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/cbbd371297d3bc71a3b581b949de8aebfcc0f9fa-1450x762.png?rect=48,0,1355,762&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
کله چې د شپې تیاره د افغانستان پر پلازمېنه کابل خپره شي، یوازې څو کوچني څراغونه او نیون نښې د ژمي له ککړې پردې راوځي. خو د ځینو سړکونو پر غاړه د ودونو ستر او ځلانده تالارونه له تیارې راوتلي، چې د کابل په ښار کې یوه نادره ننداره وړاندې کوي.
دغه شپږ میلیوني ښار ډېری وخت د پرله پسې برېښنا پرچاویو له امله په تیارو کې ډوب وي، داسې یو حالت چې یوازې تر ټولو شتمن خلک پکې د ګرانبیه جنراتورونو یا لمریو په مټ تیاره رڼا کولای شي.
له څو پلورونکو پرته سړکونه تش وي، چې دا د ورځې له شور او ځوږ سره بشپړ په ټکر کې دی. خلک د یخنۍ له امله په خپلو کورونو کې دیره وي، ځکه د شپې لپاره هیڅ تفریحي فعالیتونه نشته.
اې ایف پي په یوه رپوټ کې وايي، له رسټورانټونو موسیقي نه اورېدل کېږي، ځکه منع شوې؛ ښځې پارکونو ته د تګ اجازه نه لري او د سولې په تړاو رنګارنګ دیوالي انځورونه په جهادي شعارونو بدل شوي دي.
خو یوازیني روښانه ځایونه همغه د ودونو تالارونه دي، چې د ښار په مرکز کې دي او د طالبانو له ځینو محدودیتونو ازاد دي، ځکه واده د افغانانو په فرهنګ کې ارزښتناک دی.
دغه لوړچتي تالارونه د ښځو او نارینه وو لپاره جلا سالونونه لري او موسیقي یوازې د ښځو په برخه کې زغمل کېږي.
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/fe159c0628af7dc4988806a71cc7ed19b783d97c-1839x970.png?rect=58,0,1724,970&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د امپریال کانټیننټل هوټل مدیر محمد وصیل اې ایف پي ته وویل، « په افغانستان کې د واده مراسم د هلکانو او نجونو لپاره تر ټولو مهمه مساله ده. دا په ژوند کې یوځل راځي، موږ دومره زیات طلاقونه نه لرو».
د ګلونو ګېډۍ، د زوم او ناوې تخت څوکۍ، طلايي غاړې او نیون څراغونه د دغو ودانیزو تالارونو سالونونه پوښي، چې ځینې یې تر ۷۰۰۰ مېلمانه ځایولی شي.
۳۲ کلن محمد وصیل وایي، دی هره میاشت د ښاروالۍ برېښنا له امله ۲۵ زره تر ۳۰ زرو ډالرو پورې بېل پرې کوي، چې یوازې د څو ساعتونو لپاره ور کول کیږي. د تالار د څراغونو روښانولو لپاره هغه ۱۵ زره ډالر په جنراتورونو لګوي.
د دغو لګښتونو پوره کولو لپاره دی د هر واده لپاره تر ۲۰ زرو ډالرو بیه ټاکي؛ په داسې یوه هېواد کې چې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د رپوټونو له مخې ۸۵سلنه وګړي یې د ورځې له یو ډالر کم عاید لري.
د سټارز پلس هوټل څښتن حاجي صفي الله وايي، « په افغان فرهنګ کې واده یو ضرورت دی، ته باید هرڅوک دعوت کړې، حتا که پور هم اخلې».
د کابل په بله سیمه کې، سیټي سټار تالار په طلايي او خړ رنګو درې ګنبدو او لیندۍ مېلمنو ته ښه راغلاست وایي.
«برېښنا ډېره ګرانه ده»، دا خبره ۲۴کلن سیر پیمان وکړه، چې د تالار مالک دی.خو، هغه زیاتوي، « افغانان روښانه رنګونه خوښوي».
نوموړي د لمریزې برېښنا دړې لګولې دي او د جنراتورونو او برېښنا لپاره له ۱۲ زرو تر شاوخوا ۲۰ زرو ډالرو پورې مصرف کوي، چې یوازې د ورځې ۶یا ۷ ساعته برېښنا ورکوي او دا هم تل د شپې نه وي.
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/18980cc37b4033c6f41bc17a61a836cb15b1834c-1845x1012.png?rect=24,0,1799,1012&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
افغانستان د خپلې برېښنا د اړتیا پوره کولو لپاره پر منځنۍ اسیا تکیه کوي.کابل د برېښنا په یو شمېر سیمه ییزو پروژو کې ښکېل دی، خو پرمختګ یې ډېر سوکه دی.
یوه برېښنايي کارپوه فرانس پرېس ته وویل، چې د افغانستان د برېښنا اوسنۍ اړتیا له ۷ زرو څخه تر اتو زرو میګاواټو رسېږي، خو دوی د کورني تولید له لارې یوازې زر میګاواټه برابروي او پاتې یې له منځنۍ اسیا واردیږي.
برېښنا پرچاوۍ د کورونو تودوخې ته هم زیان رسوي، ځکه د کابل تودوخه اکثره له صفر درجې ښکته کېږي.
د کابل اوسېدونکي بخارۍ کاروي، چې [ځینې یې] هر ډول سون توکي لکه د ډبرو سکاره، لرګي، پلاستیک او حتا د کور کثافات پکې سوځوي، چې دا د ککړتیا یوه ستره سرچینه ده.
کابل، چې د غرونو په منځ کې پروت دی، د ککړې هوا له دوامدارې ستونزې سره مخ دی.
محمد وصیل وايي، په دې تیاره ښار کې د ودونو تالارونه « د ښار روښنایي» ګڼل کېږي، «دلته ټول خوشحاله دي».
هغه زیاتوي، چې « خلک دلته راځي، له خپلو دوستانو او کورنۍ سره ویني، نوي کالي او ګاڼې اچوي، ډېر ښه ښکاري».
دی وایي، دا هغه ځای دی، چې په کابل کې لا هم د خلکو لپاره د خوښۍ یو نادر فرصت برابروي.