سرچینې: لغمان کې د یو هلک د ترلاسه کولو لپاره ۲ طالب وسلهوال په خپلمنځي نښته کې ټپیان شوي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/344e7295fe4779e4f9d64b073dbbc52fde8ff51d-712x447.jpg?rect=0,24,712,401&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې تېره شپه د لغمان ولایت مرکز مهترلام بابا په یونس څلور لاري کې د طالبانو اړوند د یوې ډلګۍ دوو وسلهوالو ترمنځ د یوه هلک پر سره شخړه رامنځته شوې، چې په پایله کې دوه تنه طالب وسلهوال ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې دغو دوو ټپي شویو طالب وسلهوالو د محمد عیسی په نوم یو بل طالب سره د سبحان الله په نوم د یوه هلک د ترلاسه کولو په سر شخړه کړې ده.
د سرچینې په وینا، دغو طالبانو غوښتل چې یاد هلک دې له دوی سره و اوسېږي.
سرچینه وړاندې وایي، دغو طالبانو تر لفظي شخړې وروسته پر یو بل ډزې کړې چې په پایله کې یې دوه تنه طالبان سخت ټپیان شوي دي چې د یوه ټپي روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دي.
طالبانو لاتراوسه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو ترمنځ د هلکانو پر سر شخړه د مرګ ژوبلې تر بريده رسېږي؛ بلکې تر دې وړاندې هم د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د یوه هلک پر سر د طالب وسلهوالو ترمنځ شخړه کې یو طالب وژل شوی و او ۵ نور ټپیان وو.