ټرمپ: فلسطینیان غزې ته د بېرته ستنېدو حق نهلري
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/ab47d3d4543bf4bbf146db101b8acf0ea7165f62-1000x562.jpg?rect=1,0,999,562&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د «غزې مالکیت» لپاره د نوموړي د پلان په چوکاټ کې بې ځایه شوي او د سیمې اوسېدونکي هلته د بېرته ستنېدو حق نه لري.
ټرمپ تېره ورځ (د فېبرورۍ ۱۰مه) له فاکسنیوز سره په یوې مرکه کې زیاته کړې، چې د «غزې مالکیت به ترلاسه کړي» او په وینا یې، دا سیمه به د نوموړي لپاره د «املاکو جوړونې» یوه پروژه وي.
نوموړي ویلي، چې د غزې خلک به د خپلې خاورې له پرېښودو پرته بله لار ونهلري، ځکه چې اسراییل د پوځي بریدونو پرمهال دا سیمه په پراخه کچه ویجاړه کړې ده.
که څه هم ټرمپ د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې وروسته په غزه کې د اسراییل ویجاړونکي پوځي بریدونه منلي، خو هېڅکله یې پر دغه هېواد نیوکه نه ده کړې.
جمهوريغوښتونکې څېرې بیا د اوسني وضعیت له امله حماس پړ بولي.
ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د سپینې ماڼۍ ویاند او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تر دې وړاندې ټینګار کړی و، چې ډونالډ ټرمپ پلان لري څو فلسطینیان په «لنډمهالي» توګه له غزې څخه وباسي او دا سیمه له ناچاودو توکو څخه پاکه کړي او بېرته یې ورغوي.
مسلمانو هېوادونو او فلسطیني ډلو د ټرمپ له دغه پلان سره مخالفت ښودلی، خو اسراییلي چارواکو یې بیا ملاتړ کړی دی.
د امریکا ولسمشر د فلسطینیانو د بېرته ستنېدو د امکان په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي دي: «هغوی به د بېرته ستنېدو حق ونهلري، ځکه چې تر دې به ډېر ښه کورونه ولري.»
ټرمپ زیاته کړې ده: «زه د هغوی لپاره د دایمي ځای د جوړونې په هکله خبرې کوم، ځکه چې که وغواړي اوس بېرته ستانه شي، نو هلته د [غزې] بیارغونه به کلونه وخت ونیسي، دا سیمه د اوسېدو نه ده.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ډونالډ ټرمپ دغه څرګندونې د نورو لوړپوړو امریکایي چارواکو له دریځونو سره په ټکر کې دي او هغوی ویلي، چې د ټرمپ موخه دا ده څو په «لنډمهالي» توګه د غزې اوسېدونکي ځای پر ځای کړي.
د یادونې ده، چې د غزې په تړانګه د اسراییل له یرغل وروسته له ۱.۵ مېلیون ډېر فلسطینیان تېښتې ته اړ او یو شمېر نور یې بیا خپلو پخوانیو سیمو ته ستانه شوي دي.