په برېتانیا کې تر ۶۰۰ ډېر کسان د غیر قانوني کار کولو په تور نیول شوي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/724aaaa6c75fa3d46e80b95a19bc90439c7d4e37-768x432.jpg?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د برېتانیا حکومت ویلي، چې په تېره جنورۍ میاشت کې په دغه هېواد کې د غیر قانوني کارونو د مخنیوي په موخه په ۸۲۸ پلټونکو عملیاتو کې نږدې ۶۰۹ کسان نیول شوي، چې دغو کسانو غیر قانوني یا تور کارونه کول.
تر اوسه ددغه کډوالو په اړه رسنیو ته مالومات نه دي ورکړل شوي، چې کومو هېوادنو پورې اړه لري.
له دې سره، داسې راپورنه هم شته چې برېتانیا ته ډېر شمېر افغان کډوال هم تللي دي، چې یو شمېر یې په غیر قانوني یا تور کار کولو بوخت دي.
چارواکو ویلي، چې د تېر کال په پرتله د غیر قانوني کارکوونکو په شمېر کې اویا سلنه زیاتوالی لیدل کېږي.
د برېتانیا د کورنیو چارو وزیر یویټ کوپر وویل، چې د کډوالۍ مقرراتو ته باید درناوی وشي او پلي شي.
هغه یادونه وکړه: "له ډېرې مودې راهیسې، کار ګومارونکي توانېدلي چې غیرقانوني کډوال ونیسي او ګټه ترې پورته کړي او ډېر شمیر خلک د دې توان لري، چې راشي او په غیر قانوني توګه کار وکړي پرته له دې چې هېڅ پلي کونکی اقدام ونه کړي."
د کورنیو چارو وزارت په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې د انګلیس چینل له لارې انګلستان ته د رسېدلو کډوالو شمېر د تېر کال په پرتله ۲۵ سلنه زیات شوی.
د انګلیس کانال له لارې په ۲۰۲۴ کال کې په ټولییز ډول ۳۶۸۱۶ کسانو په کوچنیو بېړیو کې خطرناک سفر کړی، خو په ۲۰۲۳ کې بیا ۲۹۴۳۷ کسان له دغه لارې انګلستان ته داخل شوي دي.