ذبیح‌الله مجاهد: د مخدره توکو قاچاق سره د مبارزې لپاره پراخې بودجې ته اړتیا ده

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان څخه د ترهګریزو او مخدره توکو د ګواښونو په اړه د ډله‌يیز امنیت تړون سازمان د سرمنشي وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزون ته په یوې مرکه کې ښاغلي مجاهد ویلي، چې د مخدره توکو قاچاق سره د مبارزې لپاره لویې بودجې ته اړتیا ده.
هغه ویلي:« موږ د خپل توان په اندازه د مخدره توکو د قاچاق مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي دي؛ خو یو اړخیز ګام کافي نه دی.»

د طالبانو ویاند ادعا وکړه، چې په افغانستان کې هیڅ ترهګرې ډلې حضور نه‌لري.

څو ورځې وړاندې د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان عمومي سر منشي اېمانګلي تسماګبتوف ویلي و، چې افغانستان د منځنۍ اسیا لپاره د احتمالي ترهګریزو او مخدره توکو د ګواښونو سرچینه ده.
د ډله ییز امنیت تړون سازمان مشر امانګلي تسماګمبیتوف ویلي و، چې له افغانستان سره د پولو د ټینګښت لپاره پنځه کلن پلان به د سیمي امنیت ډاډمن کړي.

نوموړي ویلي:« د دغه پروګرام پلي کول به نه یوازې د تاجکستان د ځمکنۍ بشپړتیا امنیت؛ بلکې د ټولې مرکزي اسیا امنیت هم تضمین کړي.»
هغه ټینګار وکړ، چې د ترهګرۍ، افراطیت او مخدره توکو د خپرېدو ګواښ په ځانګړې توګه د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.
ښاغلي مجاهد بیا د دغو ګواښونو په اړه د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان اندېښنې رد کړې.
هغه زیاته کړه:« دوی باید پوه شي، چې د مخدره توکو د قاچاق مخنیوی په یو اړخیزه توګه نشي کېدای او دغه چاره لویې بودجې ته اړتیا لري.»
د طالبانو ویاند د مخدره توکو د قاچاق سره د مبارزې لپاره د سیمې له هېوادونو څخه د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.
هغه تېر کال دا منلې وه، چې له افغانستان څخه د مخدره توکو قاچاق دوام لري او زیاته کړې یې وه، چې "لا هم د قاچاق لپاره ډېرې لارې شته.