افغان اېواک ډله: امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو د لېږد بهیر دې بیا له سره پیل شي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/066a3a8290de3d38402282b6a72a050c0b445221-1080x788.jpg?rect=96,0,889,500&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د امریکا د پخوانیو پوځیانو یوې ډلې د امریکا د بهرنیو چارو، کورني امنیت او دفاع وزیرانو ته یو لیک استولی، چې پکې یې متحده ایالاتو ته په شرایطو برابر د افغان پناه غوښتونکو د لېږد بهیر د بیا له سره پیلېدو غوښتنه کړې ده.
دغې ډلې غوښتنه کړې، چې افغانان دې د ولسمشر ټرمپ د هغه اجرایوي فرمان څخه مستثنا کړل شي چې له مخې یې په امریکا کې پناه غوښتنه ځنډول شوې ده.
د دغې ډلې مشر شان وانډویر د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته په یوه لیک کې ویلي دي، چې « د افغان متحدینو د لېږد ناکامي کولی شي د باور له لاسه ورکولو په څېر پایلې ولري او کولی شي په راتلونکو جګړو کې د امریکایي ځواکونو لپاره سیمهییز ملاتړ ته زیان ورسوي».
ښاغلي وانډویر په لیک کې لیکلي، چې د ټرمپ له اجرایوي فرمان څخه د افغانانو نه اېستل به د داعش په څېر دښمنانو ته وښیي چې "متحده ایالات خپل متحدین پرېږدي."
د دغه لیک کاپي د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ چې په خپله د افغان جګړې یو تجربه لرونکی پوځي پاتې شوی او همداشان د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نیوم ته لېږل شوې ده.
په لیک کې شان وانډویر د ټرمپ د کابینې له لوړپوړو وزیرانو غوښتنه کړې، چې افغانان د پناه غوښتنې له ځنډول شوي پرواګرام څخه مستثنا کړي.
ولسمشر ټرمپ د خپل واک د دویمې دورې په لومړۍ ورځ یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ، چې لخ مخې یې د کډوالو پروګرام وځنډول شو.
د افغان اېواک ډلې مشر په خپل لیک کې ویلي، چې شاوخوا ۳۰۰۰ افغان کډوال د قطر او البانیا په پنډغالو کې پاتې دي او شاوخوا ۵۰۰۰۰ یې په پاکستان او نورو هېوادونو کې بند پاتې دي.
دغه لیک په داسې حال کې استول کېږي، چې ټرمپ د جمعې په ورځ یو شمېر سپین پوستي سوېلي افریقایان د بېرته شړلو له پروسې مستثنا کړي دي.