پاکستاني رسنۍ: په بنو کې د تښتول شویو پولیسو جسدونه موندل شوي دي

پاکستاني رسنۍ راپور ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا له بنو ولسوالۍ څخه د دوو تښتول شویو پولیسو جسدونه موندل شوي دي. د ډروم نیوز د راپور له مخې، د دغه دوو وژل شویو پولیسو جسدونه د بنو په ګربز بکاخېلو سیمه کې موندل شوي دي.

د بکاخېلو ځایي پولیسو د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې پاکستاني طالبانو دغه دوه پولیس د بکاخېلو له منډیي څخه تر تښتولو وروسته په همدغه ورځ د ګربز بکاخېلو په یوه مېدان کې د ویډیو جوړولو پر مهال وژلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې پاکستاني طالبانو د پولیسو په یوه مرکز برید کړی و، چې پکې ۳ پولیس وژل شوي وو او ۹ نور بیا ټپیان وو.

تر دې دوه ورځې وړاندې هم سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي و، چې د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په فتح‌خېلو سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې د وسله‌والو په برید کې دوه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

په ټي ټي پي پورې یوې تړلې یوې وسله‌والې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی و.
پاکستاني چارواکي تل افغان طالبانو ته د پړې ګوته نیسي، چې ګوندې د ټي‌ټي‌پي غړو ته یې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه ورکړي او پر پاکستان بریدونه له هغه ځایه پلانېږي؛ خو افغان طالبان بیا تل دغه ادعاوې ردې کړې دي.