چین وايي په افغانستان کې د سیمې د امنیت لپاره ګواښوونکې ترهګرې ډلې فعالې دي
په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر فو کانګ د دوشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې داعش او څو نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې دي او له یو بل سره همکاري کوي.
هغه ټینګار وکړ ،چې دغه ډلې د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ بلل کېدای شي.
د چین سفیر په افغانستان کې د داعش، القاعدې او شرقي ترکستان ډلو د وسله والو په موجودیت اندېښنه څرګنده کړه.
هغه د طالبانو له حکومته وغوښتل چې "په افغانستان کې د مېشتو ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره کوټلي او مشخص اقدامات وکړي."
فو کانګ دغه راز څرګنده کړه، چین ژمن دی چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره له طالبانو سره د همکارۍ لپاره د منځنۍ اسیا د هېوادونو او د شانګهای د همکارۍ سازمان له هڅو ملاتړ وکړي.
تر دې مخکې چین او پاکستان په سیمه کې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره پر ګډو همکاریو ټینګار کړی و.
خو په کابل کې د پاکستان سفیر منیر اکرم تر دې مخکې ویلي وو، چې افغانستان په خراسان کې د داعش د جلب او جذب اصلي مرکز دی، نه پاکستان.
هغه د هند د نوم اخیستو پرته وویل، "په سیمه کې د پاکستان دوښمنان" په پاکستان کې ترهګرو ډلو ته مالي سرچینې برابروي.
د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان، منځنۍ اسیا او افریقا کې د داعش په اړه غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د امنیت شورا د غړو هېوادونو استازو په دغو سیمو کې د داعش حضور د نړۍ "سولې او امنیت" ته ګواښ وباله.
امریکايي استازي ویلي چې داعش د خپلو بریدونو اصلي مرکز افریقا ګرځولې ده. هغه وویل چې افغانستان او پاکستان په خراسان کې د داعش د جلب او جذب ځایونه دي.