په فراه کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/1882be641caf67a7b784bdcb2b79e591ed712283-1020x765.jpg?rect=0,96,1020,574&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنیشنل ته وویل چې په فراه ولایت کې په یوه چاودنه کې دوه کسان وژل شوي دي او درې نور ټپیان دي. سرچینې زیاتوي چې چاودنه نن مازیګر ۴:۰۰ بجې له شیخ ابو نصر فراهي بندر ۲۰ کیلومتره لرې په غرغري سیمه کې شوې ده.
په شیخ ابو نصر فراهي بندر کې د طالبانو کمیسار محمد اسماعیل زاهد پېښه تایید وکړه او ویې ویل، چاودنه په هغه سیمه کې شوې چې خلک د تفریح لپاره ورځي.
د هغه په وينا، په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د طالبانو چارواکي وویل چې دا چاودنه ممکن د پخواني ماین له امله شوې وي، ځکه چې یوه ورځ مخکې په ورته سیمه کې میاین موندل شوی و.
د قربانیانو او ټپیانو د هویت په اړه جزئیات لا تر اوسه نامعلوم دي او دا هم روښانه نه ده چې ایا ماین نوی ځای پر ځای شوی و یا له ډیرې مودې راهیسې په سیمه کې و.
تر اوسه پورې کومې ډلې د چاودنې مسؤلیت نه دی منلی.