طالبانو په روزګان او غزني ولایتونو کې ۵ کسانو ته تعزیري سزا ورکړې ده
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/619d41cc6585e0ffbb8bbff41562077d4b241072-992x558.jpg?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو سترې محکمې په دوو جلا خبرپاڼو کې ويلي، چې په روزګان او غزني ولایتونو کې یې ۵ تنو تورنو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزاوې ورکړې دي.
د دغې محکمې لهخوا په یوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د خاص روزګان ولسوالۍ ابتدایه محکمې د پرېکړې له مخې یې درېیو تنو تورنو ته سزا ورکړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، له دغې ډلې دوه کسان چې په «لواطت» تورن وو، هر یوه ته یې د یوه کال او شپږو میاشتو تنفیذي بند او همداشان په عام محضر کې د ۳۹ درو سزا ورکړل شوې ده؛ خو په خپره شوې خبرپاڼه کې بیا پر قتل د تورن د سزا په اړه څه نهدي ویل شوي.
بل خوا بیا د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې هم طالبانو دوو تنو ته په عام محضر کې سزا ورکړې ده.
د دغې محکمې لهخوا په یوې بلې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه دوه تنه چې پر «زنا» تورن وو، د جاغوري ولسوالۍ ابتدایه محکمې په ۳۹ درو، ۳ کاله او شپږو میاشو تنفیذي بند محکوم کړي دي.
څو ورځې وړاندې هم د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې خبر ورکړی و، چې په خوست او فاریاب ولایتونو کې یې اوو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړې وه.
د دغې محکمې لهخوا په دوو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي و، چې په خوست ولایت کې شپږو کسانو ته او په فاریاب ولایت کې یې یو کس ته تعزیري سزا ورکړې ده.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغې ډلې لهخوا تعزیزي سزاوې ډېرې شوې، چې هره ورځ د دغې ډلې د سترې محکمې لهخوا د دغه ډول سزاوو د ورکړې خبرونه خپرېږي.
که څه هم چې د طالبانو دغه کړنې د نړۍوالو بنسټونو لهخوا غندل شوي؛ خو طالبان وایي چې دوی په دې توګه غواړي «اسلامي شریعت» پلی کړي.